تاند، سه شنبه، د عقرب ۷مه: د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل ښار کې نن غرمه د کراچیوانانو تر منځ نښته کې یو کس وژل شوی او بل ژوبل دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته په یو ټلیفوني تماس کې وویل، پېښه نن غرمه د کابل ښار دویمې ناحیې اړوند فروشګاه سیمه کې د سړک د غاړې د توکو پلورونکو کراچیوانانو تر منځ د نښتې له امله شوې ده.
نوموړی وايي، په دې نښته کې یوکس د فروشګاه سیمه کې یو کراچیوان په ډزو وواژه او بل یې ټپي کړ، خو قاتل چې رحمت الله نومېده د پولیسو لخوا ځای پر ځای نیول شوی دی.