تاند، چهارشنبه، د ثور ۱۰مه: وروسته له هغې چې ځانګړو ځواکونو تېره ورځ د هلمند لپاره د طالبانو د مرستیال والي او د سرې قطعې د قومندان د نیولو خبر ورکړ نن چهار شنبه سهار څو ګړۍ وړاندې په کابل کې د همدې ځواکونو په دروازه کې ځانمرګی برید شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین تاند ته تایید کړه چې ځانمرګی برید چهاراسیاب ولسوالۍ اړوند د ریشخورو قطعې د ځانګړو ځواکونو په لومړي قراول شوی دی.
طارق ارین وايي، په پېښه کې ۳ ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.
کومې ډلې تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو دا د سولې له تړون وروسته په کابل کې لومړنی ځانمرګی برید دی، چې د افغانستان په نظامي هدف ترسره کېږي.
تر دې وړاندې په دشت برچي او کابل شور بازار کې ملکي ځایونه په نښه شوي او درانه تلفات په کې اړول شوي دي، چې مسوولیت یې داعش ډلې اخیستی دی.