تاند، شنبه، د اسد ۱۸مه: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، له طالب پلاوي څخه د ازبکستان د هرکلي په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي، د ازبکستان د هرکلي نه داسې ښکاري چې دا هېواد د سولې برخه کې د اسانتیاو برابرولو په لټه کې نه دی.

 د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، ګاونډي هېوادونه باید د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې پروسې ته احترام وکړي: (( هغه هرکلی چې ازبکستان له طالبانو څخه کړی دی، هیڅکله دا نه په ډاګه کوي چې ګواکې دا هېواد د طالب استازو او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرو اترو ته زمینه برابروي.))

د ذبیح الله مجاهد له خوا پر ټویټر ازبکستان ته د تللي طالب پلاوي د ملاقاتونو انځورونه ښيي چې له دغې ډلې تود او رسمي هرکلی شوی دی.

 په تصویرانو کې لیدل کېږي چې طالب پلاوي ته د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د ازبکستان د ولسمشر خاص استازی عصمت ارګاشیف هرکلي ته ورغلي دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *