تازه تعقیب: تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۲مه: کورنیو چارو وزارت د کابل نهمې حوزې اړوند قابل بای کې د بهرنیانو پر ګرین ویلیج کمپ باندې د ټراکټور بم چاودنې مړي ۱۶ او ټپیان ۱۱۹ کسه اعلان کړل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته وویل، پیښه بیګاه شپه پنځه کم لس بجې د ولسي کورونو تر منځ پر ګرین ویلیج کمپ شوې چې له کبله یې نږدې د تېلو ټانک هم اور اخیستی او شاوخوا کورونو ته یې هم درانه زیانونه اړولي دي: ((پيښه کې ۱۶ کسان وژل شوي چې د کمپ کارکوونکي هم په کې شته، دغه راز شاوخوا کورونو کې ۱۱۹ کسان ټپیان شوي دي.))

د رحیمي په خبره پولیسو سیمه کې پټ پنځه ځانمرګي طالبان هم پیدا او نیولي دي چې غوښتل یې له چاودنې وروسته کمپ ته ور ننوځي: (( ګرین ویلیج د بهرنیانو مېلمستون دی، موږ پر وخت ځان ور رسولی او نږدې ۴۰۰ میلمانه مو ژغورلي دي، د دې پيښې تاوان بیا هم ولسي وګړو ته زیات اوښتی.))

طالبان د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې په داسې حال کې چې تېر ژمي کې یې هم پر دغه کمپ باندې موټر بم برید کې لسګونه ولسي وګړي وژلي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *