تاند نیوز ډیسک: د کابل پولیسو د وسله والو غلاو یوه خطرناکه ۵ کسیزه ډله نیولې ده.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز تاند ته وویل، دا ډله د دریمې حوزې مربوطاتو کې نیول شوې چې اوومه، دریمه، دیارلسمه او شپږمه حوزه کې به یې له خلکو وسله والې غلاوې کولې او نورو جرمونو کې یې هم لاس درلود.
دغو کسانو به له یو ټکسي موټر نه د خپلو غلاو لپاره استفاده کوله او لارې به یې شکولې.
د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې ګواښ کړی چې وسله وال غله، اختطاف ګر او مجرمین به د ترهګرو په څېر په نښه کړي او هیڅ رحم به پرې ونه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *