تاند- د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازی ضمیر کابلوف وايي چې داعش یا د اسلامي دولت وسله واله سختدریځه ډله به د سږ کال تر پایه پوري د افغانستان لپاره پر لوی خطر بدله شي.
ضمیر کابلوف دا خبره وروسته له دې انترفکس خبري اژانس ته وکړه چې داعش یا اسلامي دولت ډلې د جلال اباد د وروستي تروریستي برید په اړه ضد ونقیض ادعاوې وکړې.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر خاص استازي په افغانستان کې د داعش حضور ته په اشارې وویل:«فکر کوم دا ډله به د سږکال تر پایه پر حقیقي تهدید بدله شي. او راتلونکی کال به یو لوی خطر شي.»
کابلوف وايي چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې خپل موقف په فعال ډول غښتلی کړی دی.
«تر کومه ځایه چې موږ پوهېږو اسلامي دولت د هدف له مخې خپلې لیکې پراخوي، د خپل موقف د پیاوړتیا لپاره یې د افغانستان په خاوره کې د تنظیم او روزنې لږترلږه څلور مرکزونه جوړ کړي دي.»
د کابلوف په باور د داعش وسله وال سختدریځي نه غواړي چې له طالبانو سره وجنګېږي، دوی د دې پر ځای لېواله دي چې حکومت ونیسي.
ده په عین حال کې د داعش او طالبانو ترمنځ د نښتو د پېښدو احتمال رد نه کړ.
روانه اوونۍ د هلمند امنیه قومندان رسنیو ته د طالبانو او داعشیانو لیکونه وښودل او ادعا یې وکړه چې دواړو ډلو د یو بل پر ضد د جهاد اعلان کړی دی.
ضمیر کابلوف انټرفکس خبري اژانس ته وویل:«د افغانستان په ځینو سیمو کې ممکن داسي حالات رامنځته شي چې درې خواوې له یو بل سره ښکېلې شي. په داسي حالت کې به د حکومت لپاره کار اسانه شي. خو فکر نه کوم چې د طالبانو او داعش ترمنځ شخړه نه حل کېدونکې وي.»
ده همداراز وویل:«که داعش وتوانېږي چې طالبان د ځان اطاعت ته راضي کړي، د افغانستان حکومت به له جدي او قوت سره مخامخ شي چې دا به لا غښتلی جګړې ته تږی ځواک وي. په داسي صورت کې به د افغانستان حکومت ته ګرانه وي چې له دوی سره مبارزه وکړي.»
د روسیې د خاص استازي په وینا داعش او طالبان د خپلو هدفونو پر سر جنجال او بحث لري.
«اجازه راکړئ داسي ووایم چې د طالبانو مشرتابه عملاً پرېکړه کړې چې په نړیوال جهاد کې برخه وانخلي او د دې پر ځای پر خپل هدف تمرکز وکړي چې د افغانستان کورنۍ مسلې دي. دوی وايي چې خپل هیواد د بهرنیانو له اشغاله خلاصوي او شرعي حکومت نافذوي. د طالبانو مشران نه غواړي چې له افغانستانه بهر ته لاړ شي، دا هغه څه دي چې طالبان یې یادونه کوي. همدا علت دی چې د اسلامي دولت ډله ورسره اختلاف لري او دوی په نړۍ کې د مسلمانانو د ګټو په ساتنه کې په غدارۍ تورنوي.»
کابلوف وویل چې داعش تر طالبانو زیات مالي امکانات لري او د دې لوی ثبوت دا دی چې داعش خپلو جنګیالیو ته د طالبانو دوه برابره پیسې ورکوي. او دا مسله سبب شوې چې داعش د طالبانو ځوان جنګیالي په اسانه جذب کړي. په تېره بیا هغه ځوان یا کم عمره طالبان چې له افغانستان سره د مینې احساس نه لري، د مهاجرو په کمپونو کې لوی شوي او په افراطي ډول مذهبي شوي دي.