تاند- د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف پاکستان ته لاړ چې د دغه هیواد له چارواکو څخه د طالبانو او امریکایانو د وروستیو خبرو په اړه معلومات ترلاسه کړي.
پاکستاني رسنۍ وايي، کابلوف به، چې نن /سې شنبه/ اسلام اباد ته ورسېد، دوې ورځې په پاکستان کې تېرې کړي.
ده په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له جګپوړو مامورینو او دغه راز د روسیې د سفارت له دیپلوماتانو سره وکتل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وايي چې کابلوف له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل.
همداراز ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د روسیې ځانګړی استازی د پاکستان له پوځي او ملکي مشرانو سره وویني.
روسیه غواړي په دې وپوهېږي چې د قطر په دوحه کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو په خبرو کې پر کومو موضوعاتو پرمختګ شوی او ایا د امریکايي پوځیانو د وتلو مسله جدي ده.
روسیه د دې ترڅنګ چې غواړي امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي، د هغو د وتلو په صورت کې هم اندېښنه لري چې د افغانستان حالات به بیا کړکېچن شي او دا هیواد به د تروریستي ډلو پر مرکز بدل شي.
کابلوف اوس هم پاکستان نه دی پیژندلی دریاب ته به مو تږی بوځی اوبیرته به مو تږی راولی دشوروی اتحاد د امپراتوری څخه یی درته روسیه جوړه کړه او شپاړس ټوټی یی کړلی بیا هم تاسی پری اعتماد وکړه
د یو چا کره غله ورغلي وو او د کور دیوال یې ورته سوری کاوه .
د کور څښتن ترې وپوښتل چې څه کوی؟
غلوورته وویل چې ډول وهو.
د کور څښتن ورته وویل چې دڅنګه ډول دی چې غږ یې نه راځي؟
غلو ورته وویل چې غږ به یې سبا ته واورئ.
روسان لاتر اوسه د پوکستان د ډول وهلو په نتیجه ندي خبر . یوه ورځ به دوی پوشي چې دې مکارې ګېدړې داسې ډېر سرونه وچ خرییلي دي.
که د ناتو پوځونه له افغانستانه ووتل ، لرې به نه وي چې منځنۍ آسیا به هم د افغانستان په سرنوشت واوړي.