د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

تاند، جمعه، د میزان ۵مه: د افغانستان لپاره د روسیې ځانکړی استازی ضمیر کابلوف وايي، مسکو به د طالابنو او امریکایانو تر منځ د سولې د مذاکراتو د بیا پيل ملاتړ وکړي.

ضمیر کابلوف دا خبرې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ترڅ کې له خپل امریکايي سیال سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته کړې دي او ویلي یې دي چې روسیه به د خبرو میز ته د امریکا او طالبانو د ژر تر ژره راګرځولو په برخه کې مرسته وکړي.

نوموړي ویلي، د مذاکراتو د بیا پيل نیټه نه ده معلومه خو په دې تړاو د دواړو لوریو تمایلات زیات دي: (( موږ به یو ځای کار وکړو تر څو مذاکرات ژر تر ژره پیل شي.))

دا په داسې حال کې ده چې د سپټمبر د میاشتې له ۹مې راهیسې د امریکا ولسمشر په ناڅاپي ډول له طالبانو سره د سولې خبرې درولې دي او وايي، دا ډله د اوربند پر ځای په جګړه ډېر ټینګار کوي، ځکه واشنګټن له خبرو شاته شوی او بریدونو ته به زور ورته کړي.

خو طالبانو ویلي، خبرو ته بیا هم چمتو دي او د ټرمپ دا پریکړه ورته ناببره خبر و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *