د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

تاند، چهار شنبه، د جدي ۴مه: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، هېواد یې هیه من دی چې امریکا او طالبان ژر تر ژره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

ضمیر کابلوف د مسکو له خبریالانو سره ویلي، احتمال شته چې طالبان او امریکايي لوری د نوي کال تر رخصتیو وروسته د سولې هوکړه لاسلیک کړي، خو په دې اړه یې دقیقه نېټه یاده نه کړه.

ښاغلي کابلوف تر دې وړاندې ویلي وو، امریکا او طالبان د سولې هوکړې ته نږدې شوي دي او د لاسلیک مراسمو ته یې د نورو هېوادونو د استازو په ګډون مسکو هم دعوت شوې او دوی هم په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د سولې د خبرو څخه یوې باخبره سرچینې هم تاند ته ویلي وو چې د سولې مذاکرات د زلمي خلیلزاد د کرسمس او نوي کال د رخصتیو له کبله په ټپه درېدلي دي او نور پرمختګونه به په نوي کال کې ولیدل شي.

سرچینې دا هم ویلي وو، چې د شهاب الدین دلاور په مشرۍ د طالبانو قطر ته ګرځېدلی پلاوی د کویټې شورا لخوا د اوربند له اجازې سره تللی دی.

One thought on “کابلوف: د نوي کال له رخصتیو وروسته به د سولې هوکړه لاسلیک شي”
  1. شاغلیه کابلوفه لکه چی تاسی اوس دواړو په ګډه سره نوره هم د افغانستان تباهی ته ملاتړلی دی لکه چی تاسی په تنهای یرغل کښی تیښتو ته مجبور شوۍ همداسی امریکا هم د تيښتی لپاره داسی لارو پیداکیدو په هڅه کښي دی چی خپل له کوچنیوالی څخه تربیه شوی طالبان د تربیه شوو پاکستانی او ایرانی تنظیمونو سر ه داسی یو ځای کړی چی د امریکا مضر نفوذ محفوظ وساتلۍ شی پس دا کاوبایان د تاسو څخه لږ څه چالاکه لیدل کیږی اما بیا هم دا منفق اقدام به ځای ونه نیسی او د ملت نارضایتی او پاڅون نه د تاسو وخت کښي او نه اوس تر پښو لاندی کیدای شو او نه به شی او تاسی دواړه مضرو قدرتونو تور مخونه د افغانستان په تباهی کښي جهان ته ډیر ښه څرګند شوۍ دی او امریکا که دا غلامان نور هم په ډالرو کښي غرق کړی بیا هم ځای نشی نیولۍ د ملت زور د خدای زور دی !!!! اوس خو اقلآ د تاسو مضر ماغزه لږ څه انسانی اړخ ته باید راوګرزوی او افغان ملت تباهی څخه لاسونه باید واخیستل شی !!!! او امریکا او روسیه باید افغان ملت ته د جنګ خساری ورکړی او امریکا باید ددی قاتلانو او غلو څخه ډالرونه ټول کړی او ملت ته ئي وسپاری دا اقدامونه د تاسو له خوا به وروسته په مساوی لید سره راتلونکی دوستی لپاره مثبت تاثیر ولری!!! نور د تاسو خوښه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *