تاند، شنبه، د میزان ۱۳مه: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف خبرداری ورکړی دی چې طالبان هم جګړې هم سولې دواړو ته اماده دي.
ضمیر کابلوف له یو هندي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، طالبان لا هم چمتو دي چې د سولې خبرې اترې بیا پیل او له امریکا سره هوکړه لاسلیک شي، خو په وینا یې که امریکایان جګړه انتخابوي نو طالبان جګړې ته هم چمتو دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې طالبانو ترې غوښتي دي تر څو له امریکا سره د سولې د خبرو اترو په بیا پيل کې ورسره مرسته وکړي او دا هغه ټکی دی چې د کابلوف په وینا امریکا او خلیلزاد هم ورته لیوالتیا لري: (( کله چې دواړه لوري د خبرو بیا پیل ته اماده دي او زموږ مرستې ته اړتیا ولري نو موږ مرستې ته حاضر یوو.))
خو دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ادریس زمان بیا نن ویلي تر څو چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر نه شي د سولې هڅې به نتیجه ورنکړي.
روسیه او پاکستان په دې وروستیو کې یو ځل بیا د طالبانو په استازیتوب داسې مهال غږېږي چې امریکا له دغې ډلې سره خبرې لغوه کړې دي او ولسمشر یې ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې طالبان د یوې مهمې هوکړې د ترسره کولو صلاحیت نه لري.
پر پاکستان او روسیې تور دی چې دوی په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې او پایلې یې د بحران سره مخامخ کول غواړي او هڅه کوي چې د امریکا او افغانانو ذهنیت د یوې بلې سناریو خواته واړوي.
this motherfuck(zameerKABLOOF)is extra spoksman for terrorists;
russia &talibs don,t have shame.by which relation you become FRIEND.one is communist and other is terrorist.you forgot afghan soviet war?
ZENDA BAD GREAT AFGHAAAAAAAAAAAAAAAAAANISTAAAAAAAAAAAAAAAAAAAAAAN
Get lost!
Who are you?
Get out among us!
Did you forget the last time?
You were tested here before so, encouraged you again?
We know that our old enemy engaged again. In spite of the Suite Union left us 1.5m martyrs & more than 2m desables but, the Afghans respect you. You’re so lower people & have no manners at all. It’s such a big same to you that you have friendship with the hypocratic country.
It would be a good idea to have a good relation with the Afghan government not with the Taliban & Pakistan. Look to the history once.