د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

تاند، دوشنبه، د میزان ۸مه: روسیې اعلان کړی چې په افغانستان کې د شنبې د ورځې د ولسمشریزو ټاکنو اعلانېدونکې پایلې به په رسمیت ومني، خو ډېر ژر به د افغان سولې په تړاو یوه غونډه هم رابولي.

د کابل لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف نن دوشنبه په مسکو کې خبریالانو ته ویلي، لا تر اوسه د ټاکنو رڼه او شفافه ارزونه نه شوې خو که پایلې اعلان شوې دوی ته به د منلو وړ وي.

ښاغلي کابلوف زیاته کړې، مسکو هڅه کوي له امریکا، چین او پاکستان سره د اکتوبر په یماشت کې د افغان سولې یوه غونډه هم جوړه کړي: (( موږ د روسیې، امریکا، چین او پاکستان ګډه غونډه د افغانستان په اړه جوړول غواړو، له طالبانو سره مو هم په دې اړه تماسونه نیولي، خو لا مو پرې کار روان دی او نېټه یې دقیقه نه ده.))

روسیه هغه هېواد دی چې طالب مشران یې د افغان سولې په نوم د یوې سیمه ییزې غونډې پر سټېج مطرح کړل او اوس له امریکا سره د افغانستان پر مسایلو ښکاره سیالۍ ته هم راوړاندې شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *