تاند- د افغانستان لپاره د روسیې استازی وايي، روسیه او طالبان دواړه له وسله والو سره د مسکو د مرستې په اړه د امریکا ادعا ردوي.
ضمیر کابلوف وویل، روسیې او طالبانو په خپل منځ کې په خبرو کې پر دې ادعا وخندل او طالبانو وویل چې دوی د اړتیا ټولې وسلې د افغانستان له حکومت او پولیسو څخه د پیسو په بدل کې اخلي.
ده، چې نن /پنجشنبه/ په مسکو کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې، دغه راز وویل چې طالبانو ورڅخه وغوښتل چې پیسې ورکړي خو «موږ طالبانو ته وویل چې وبخښئ پیسې نه لرو.»
تېره اوونۍ په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جان نیکلسن وویل چې روسیه د تاجکستان له لارې طالبانو ته وسلې ورکوي.
کابلوف زیاته کړه، له طالبانو سره زموږ د تماسونو او خبرو هدف دا و چې په افغانستان کې د خپلو اتباعو د ژوند په اړه ډاډ ترلاسه کړو او طالبان د سولې خبرو ته وهڅوو.
تر دې وړاندې هم مسکو له طالبانو سره پر اړیکو اعتراف کړی و خو طالبان له روسانو سره د اړیکو له لرلو انکار کوي.
ضمیر کابلوف ټینګار وکړ چې له طالبانو پرته په افغانستان کې سوله ناممکنه ده.
ده په عین حال کې هیله څرګنده کړه چې طالبان به د روسیې په کوربه توب د افغانستان د سولې په راتلونکو خبرو کې ګډون وکړي.
روانه اوونۍ د تاشکند په غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف له ولسمشر غني سره په کتنه کې د افغانستان، روسیې او امریکا په ګډون د درې اړخیزې غونډې وړاندیز وکړ.
افغانستان د دې وړاندیز هرکلی کړی خو امریکا تراوسه پورې څه نه دي ویلي.