ضمیر کابلوف

تاند- د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی وايي، که امریکا پر روسیې بندیزونه پای ته ورسوي، مسکو به د افغانستان حکومت ته هیلي کوپترونه ورکړي.

زامیر کابلوف وویل، امریکا له هندي چارواکو غوښتي چې افغانستان ته د روسي څرخکو او د هغو د پُرزو د سپارلو تابیا وکړي.

د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي وویل، د دې لپاره چې په افغانستان کې د روسیې او ناټو همکاري پراخه شي، hامریکا باید د روسیې پر دفاعي صنعتونو پوځي بندیزونه لېري کړي او افغانستان ته د روسي څرخکو د مستقیمو صادراتو لپاره له مسکو سره همکاري وکړي.

ښاغلي کابلوف همداراز وویل«امریکا په خپله ځان ته د مشکلاتو سبب ده، ځکه چې پر روسیې بندیزونه د امریکا کانګریس ونه لګول بلکې د ولسمشر بارک اوباما په مستقیم امر اجرا شول، اوس هم کېدای شي چې اوباما یې لیري کړي.»

په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ (دوشنبه) د افغانستان لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم هند ته لاړ شي او له دغه هیواده د څرخکو په شمول د وسلو غوښتنه وکړي.

هند تراوسه پوري افغانستان ته ۳ ایم آی ۲۵ روسي هیلي کوپترونه ورکړي او ژر به یوه بله هم ورکړي.

2 thoughts on “کابلوف: که امریکا پر روسیې بندیز لیري کړ، افغانستان ته به څرخکې ورکړو”
  1. روسان دورواغ وایی که تاسو په خپل خبرو کښي راست یاست نو په کوم کار کښي د امریکا څخه اجازه اخستي او یا مو په کوم کار کښي د امریکا د بندیز پروا کړیده، په سوریه کښي پر داعش د بمبار اجازه امریکا در کړیده ؟ او که اوس غواړي چي بیا تا او امریکا خپل د جنګ میدان ګرم کړي.

  2. علیزی صاحب
    روسان درواغ نه وایی امریکا باید ته دهغه قرارداد پیسی ورکړی چی افغانستان ته یی له روسیی اخیستیوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *