تاند- د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازی وايي، که د افغانستان حکومت او په دغه هیواد کې بهرني پوځیان د داعش په وړاندې اقدام ونه کړي، روسیه به د دې ډلې پر ضد اقدام وکړي.
د افغانستان لپاره د ولسمشر پوتین ځانګړي استازي زامیر کابلوف وویل، د داعش د غړیو د شمېر زیاتېدا او د منځنۍ اسیا په هدف په افغانستان کې د اډې د جوړولو لپاره د هغوی هلې ځلې د روسیې لپاره د اندېښنې وړ دي.
کابلوف غوښتنه وکړه چې د افغانستان حکومت او په دغه هیواد کې دېره نړیوال ځواکونه دې، چې د تروریستانو د ځپلو لپاره افغانستان ته راغلي، په جدي ډول د داعش ډله وځپي.
روسیې او ایران په ځلونو په افغانستان کې د داعش پر حضور اندېښنه ښوولې ده ځکه دا دوه هیوادونه فکر کوي چې داعش یوازې په افغانستان بسنه نه کوي بلکې تروریزم د افغانستان له پولو دباندې هم صادروي.
کابلوف وویل، که د افغانستان حکومت او بهرني پوځیان د داعش په وړاندې لاس تر زنې کښېني، مسکو به پخپله د دې دلې پر ضد د افغانستان په خاوره کې اقدام وکړي.