د تلې پر ۲۸/۲۹ مه د افغانستان غیور ولس د تل په څیر یو ځل بیا حماسه وکړہ، دوی د ټاکنو پر ورځ د رای کارونې په موخه اوږدہ قطارونه د خپل راتلونکي ټاکلو په پار جوړ کړل، چې په دې لړ کې د پلازمینې کابل خلکو ھم خپل ځان مکلف وباله ترڅو د ځان لپارہ خپل د خوښې استازی په ولسي جرگه کې ولري او د ولسي جرگې تللی حیثیت بیرته ورغوي۰
خو په تاسف سرہ باید ووایم چې ددغې ملي پروسې مدیرانو او مشرانو نوموړې ملي پروسه دومرہ نوم بدې کړہ چې د ولس اعتبار او اعتماد خو لا څه چې ھان روان او احساس ته ضرر ورساوہ۰
په سیستماتیک ډول سرہ سازماني شوی ټاکنې ھیڅ افغان ته د منکر وړ نه دي او نه ھم وې۰
ټولو افغانانو له ھغې تندې سرہ چې تقریبا ۳ کاله یې غیر قانوني تقنیني قوہ پر ځان زغملی وہ، یوځل بیا د نامعلوم راتلونکي سرہ مخامخ کړل۰
د کابل ټاکنو بلواک کمیسیون د کمیشنرانو سرہ په شریکه تور بازار کې سوداگانې پیل کړې! او څو بېلگې دلته وړاندې کوم لومړۍ درغلي:- ۷۳ محلونه یوہ ورځ مخکې له ټاکنو جوړ او مشخص نوماندانو لپارہ د رایي استعمال په موخه سیمي ته واستول۰
دویم :- دوی خپلو مشخصو (ھغوی چې پیسې ورکړې وې) نوماندانو لپارہ د محلونو حساسو موادو په لیږد کې کمې او زیاتي راوست په دې مانا چې یوہ سیمه کې ۵ محلونو لپارہ د دریو محلونو حساس مواد واستول بله سیمه کې ۵ محلونو لپارہ د لسو محلونو حساس مواد واستول او دا کار تقریبا د کابل په ۳۰% سیمو کې سرته رسیدلی دی۰ دریم:- د رایې کارونې په پاڼو کې په ډیرې سیمو کې تقریبا د درې سوہ نوماندانو لست نه و، بلکه د نورو نوماندانو نوم او شمیرہ دوہ ځلې چاپ شوي و۰
څلورم :- د ټاکنو پر ورځ د څو نوماندانو بریالي کېدو په موخه مامورین تغیر او تبدیل شول مثلا د قطار د تنظیم مامور د صندوق مامور شو او د صندوق مامور د بایومتریک مامور شو۰
پنځم:- د بایومتریک سیستم ماشینونه خراب وښودل شول او یا ھم ریښتیا خراب ول چې ۸۵% سلنه بایومتریک استعمال نشو۰
شپږم:- د ټاکنو پر ورځ د محلونو بند ساتل د موادو نه شتون او نورو پلمو په واسطه چې د شپې لخوا ځینو نوماندانو په گټه ھماغه محل کې صندوقونه ډک شول۰
اووم:- د ټاکنو د پیل پروسه کې ھان خپله رئیس جمھور ( د ھیواد لومړي شخص ) پر ۹:۳۰ بجو رایه استعمال کړہ چې اصلا ۷ بجې د رایي کارولو وخت په گوته شوی و ۰
اُتم :- دویم ځل رایی شمیرنه یو بل تور بازار دننه په کمیسیون کې پرانیستل شو چې یو مامور ھان تر ۸ زرہ ډالرو پورې د کمیشنرانو او لوړ رتبه مامورینو په واسطه وگمارل شو۰
د ۲۵۰ څخه تر ۳۰۰ پورې نوي مامورین په غیر د کومې شفافې پروسې د مشخصو نوماندانو د خپلوانو او دوستانو لخوا څخه وگمارل شول۰
نھم:- دوی خپلو مشخصو نوماندانو ته په دوھم ځل رای شمیرنو کې ھرہ ورځ رایې اضافه کولې د صفر څخه به سل او د سلو څخه به یې یوہ رایه جوړوله چې ځیني شواھد به یې ھمدې لیکنې سرہ مل وي۰
لسم:- نوماندان د کمشنرانو په کمیشنکارانو سر شول، د کابل نوماندانو حتی په قطر دوبۍ، ترکې او دلته په سرای شھزادہ کې د بریالیتوب پر سر معامله کولې او ھان داسې ھم ویل کېږي چې یو تن د مجلسینو د مشرانو کورونو کې معاملې کېدې۰
غیر قانوني کړنې چې رسنیزې ھم شوی، د کمیسیون مشرتابه په ډیرې بې شرمۍ سرہ منلې ھم دي۰
۱:- د ټاکنو تاخیر ۲ پورتنۍ درغلۍ ۳ ټاکنیز تقویم چې خپله قانوني حیثیت لري، خو مکررا تر پښو لاندې کېدل ۴ د شکایاتو کمیسیون د کابل ټولې رایې باطلې اعلان کړې چې پر قانوني لحاظ مونږ ھم ھیڅ مرجع د تجدید نظر نلرو، خو بدبختانه چې حکومت په منځگړیتوب بیرته لغوہ اعلان شو۰
۵ د احزابو ناظرینو د ۲۵ نوماندانو چې اکثریت بریالي نوماندان دي شکایت او د دوی پیژندل څارنوالي ته او د دوی تورونول په مالي فساد ۰
۶ – د ۳۰ ټیمونو نیول د تقلب په تور او د ھغوی بیرته خوشې کول دا او دېته ورته نور غیر قانوني کړنې۰۰۰۰
اوس څه کول په کار دي او د کابلۍ ټاکنو کیسه چاته په کار دہ چې باید واورول شي؟ که چېرې حکومت غوږونه لري او غواړي دیموکراسي بنسټیزہ کړي، تر دې نور ځان د دنیا د شرم کوي نه !
نو پس!
د ټاکنو پروسې ټول مدیران دې مکافاتو او مجازاتو اصل ته په لید سرہ څارنوالۍ ته ور وپیژني د ھغو ولایاتو ټاکنې دې باطلې اعلان کړي چې ډیر شکایت ترې شویدي او د ټاکنو روانو پروسو د مدیریت لپارہ دې نوي، اھل، مسلکي او ھیواد ته ژمن کسان غورہ کاندي۰