کابل ادبي بنډار د ۱۳۹۳ لمريز کال د چنګاښ د مياشتې د ۱۳ مې ورځې په يوه ښکلي سهار خپله ۳۲ مه ادبي غونډه، قرغې ته څېرمه د غازي محمد جانخان مېنې په منځني ښوونځي کې وکړه.
غونډه مجيب الرحمن محمودي د سپېڅلي کتاب په مبارکو آيتونو سره پيل کړه. نصرت الله زيارمل چې د غونډې وياندويي يې کوله، په خپلې يوې څلوريزه سره يې د ستېج چارې پيل کړې.
خیر ده که وړه ده خو په وېره او په ډار پوهېږي
کرار کرار په مينه پوهه شوه په پیار پوهېږي.
پرون مې ډېر ټينګار پرې وکړ چې ماتله شه لږ
ويل يې ژر کوه چې ځمه بيا مې پلار پوهېږي.
د دې غونډې مشر محمد شهاب اشرف او مېلمانه يې مصطفی نور او حشمت الله ریان و. د تېرې غونډې د راپور ليکونکي د ناسوبتيا له امله د تېرې غونډې راپور وړاندې نه شو.
د اجندا له مخې ذبيح الله ايمان خپل غزل د کره کتنې لپاره وړاندې کړ.
په لومړي بيت د کره کتنې په پیل کې حبيب وقار په عمومي ډول په شعر د ليکدود له مخې خبرې وکړې.
– په شعر کې د اضافت توري سم نه دي ليکل شوي بايد چې له نورو کلمو بېل وليکل شي، لکه د (پدې) توري کې چې بايد (په) بېل او (دې) بېل وليکل شي.
– د يوه بیت په پای کې کامه راغلې چې هلته کامه هېڅ معنی نه لري. په ليکنه کې چې کله د اضافت توري لکه چې، خو، نه ، له او داسې نور راشي نو بیا هلته کامه نه ورکول کېږي.
– په شعر کې څو ځايه د مين کلمه راغلې چې دوه ياګانې ورکړل شوې دي (مئين) مين يوازې يوه يا لري.
د غزل د لومړي بيت په اړه چې په دې ډول و:
موږ که زړه بایللی پدې کس نه وای
هسې به مو ژوند اوس بې آدرس نه وای
احمدي وويل:
که چېرې په لومړۍ نيم بيته کې د کس په ځای شخص راغلی وای ښه به و. ځکه چې د نوموړي په وينا تر کس به شخص ښکلی او خوندور راغلی و. خو محمودي او وقار وويل چې که شخص راشي هم وزن ډېرېږي او هم بيت روانوالی له لاسه ورکوي. نو په همدې حال يې ښکلی او روان وباله. د دوی په نظر په قافيه کې بايد داسې توري راشي چې ثقلت ونلري او اسانه وويل شي.
دويم بیت په دې ډول و:
هلته چې آخونده تا فتوآ ايسته
کاشکې هلته مات خو دې اودس نه وای
عبدالله الهام دويم بيت د روان والي له مخې کمزوری وباله، ویل يې که چېرې لږ کار پرې وشي او جوړ شي نو له تکلف به ووزي خو محمودي له الهام سره ونه منله، محمودي وويل چې بيت ښه روان دی او کوم تکلف هم پکې نشته.
احمدي د دې بيتونو په اړه وويل نه بايد چې شاعر له آخندانو سره سنګر ونيسي او په مقابل کې يې واقع شي. د احمدي په وينا که چېرې دلته د آخوند په ځای کوم بل لفظ راغلی وای ښه به و. بله دا چې دلته د بې اودسه کلمه هم ښه نه ده راغلې. خو الهام بیا وويل چې دلته د آخوند کلمه ډېره پر ځای او سمه راغلې ځکه چې که فتوا ورکوي نو بايد چې مفتي يې ورکړي او آخوند د دې حق نه لري چې فتوا ورکړي له آخند څخه د فتوا ورکولو تمه نشته. که چېرې آخوند فتوا ورکوي نو فتوا به يې خامخا بې اودسه او ناسمه وي.
د ايمان د غزل نور بيتونه په لاندې ډول و:
مونږه به هېڅکله مئين نه وای خو،
غږ که ددې ښکلو د جرس نه وای
مابه هو ستا شونډې نن خوړلې وای
کاش، چې ستا په خوله خبر د بس نه وای
حسن ته به سر ټيټ کړی نه وای موږ
خدای پاک که ورکړی دومره وس نه وای
يه، چې (ايمانو) دې زړه کې شين وای اوس
يه، اوس به مئين در باندې لس نه وای
پورته بيتونه د ټولو ګډونوالو خوښ شول ښکلي يې وبلل . د دې نيم بيتي په اړه (مابه هو ستا شونډې نن خوړلې وای) محمودي وویل که چېرې داسې راغلی وای (مابه دې سرې شوندې نن خوړلې وای) ښه به و. نوموړي وویل که چېرې داسې راشي ډېر به روان او ښکلی شي.
د وروستي بیت په اړه احمدي او حشمت الله ریان د ايمانو کلمه ډېره وستايله او ښه جوړښت يې وباله.
وقار د (يه يه) کلمه ډېره نه کارېدلې وبلله، خو نورو ګډونوالو وويل چې نه پر ځای او ښکلې ده .
زيارمل د وروستۍ نيم بيتې (يه، اوس به مئين در باندې لس نه وای) په اړه وويل که چېرې داسې ليکل شوی وای چې ( نن ورځ به مين درباندې لس نه وای) ښکلی به و.
په شعر له کره کتنې وروسته ايمان له ټولو ګډونوالو مننه وکړه چې ده ته يې ښې او ګټورې مشورې ورکړې. کابل ادبي بنډار يې د خپل ادبي پرمختګ لپاره يو پوهنځی وباله، زياته يې کړه، باوري دی چې دلته به د ادبي غونډې له ګډونوالو ډېر څه زده کړي.
ورپسې د غونډې وياند زيارمل په لاندې څلوريزه مشاعره پيل کړه:
خبره نه پرې لګي نجونې بې حجابې شولې
داسې حجاب کوي چې نورې هم جذابې شولې
موږه خو سترګې په جېبو کې ګرځولی نه شو
دوی ملامتې دي که زموږ روژې خرابې شولې.
په مشاعره کې ګډون والو ښکلي شعرونه وویل، مظلوميار په خوندورو خاطرو او ښکلو طنزي ټپيزو سره ګډونوال وخندول. له مشاعرې وروسته د غونډې مشر ښاغلي شهاب اشرف غونډه و ارزوله. اشرف خوښي وښوده چې په دې پرتمينه او ګټوره غونډه کې يې ګډون کړی. په ځانګړې توګه يې له ايمان څخه مننه وکړه چې دې غونډې ته يې د راتلو بلنه ورکړې.
نوموړي د غونډې ستاينه وکړه، زياته يې کړه چې په راتلونکې غونډه کې به حبيب مظلوميار ته د ښو شعرونو، د غونډې وياند نصرت الله زيارمل ته د ښې وياندویئ، ماشوم ايمل او ماشومې ملالۍ ته به د شعر ويلو د ښه جرئت له امله ډالۍ ورکوي.
اشرف همدارنګه وړانديز وکړ چې پورته څلور کسان بايد په راتلونکې غونډه کې د خپلو ډاليو د اخيستو لپاره حاضر وي.
زیاته يې کړه:
غواړي د ذبيح الله ايمان شعري ټولګه چاپ کړي له همدې امله د غونډې له ګډونوالو غواړي چې په راتلونکې غونډه کې هر يو د شعري ټولګې لپاره يو ښکلی نوم خوښ کړي. نوموړي همدارنګه هيله څرګنده کړه چې کابل ادبي بنډار خپلې غونډې په همدې ډول روانې وساتي، ځکه چې دا غونډې د ځوانانو او زده کوونکو لپاره ډېرې ګټورې تمامېږي.
په پای کې احمدي د غونډې له مشر مننه وکړه چې ځوانان او ماشومان هڅوي او نازوي يې. احمدي زياته کړه چې په راتلونکې غونډه کې به ښاغلي اشرف او ورسره راغلو ملګرو ته يې د سولې کتابتون ډالۍ کوي.
د غونډې په پای کې محمدامين ګربتزي وويل چې راتلونکې غونډې ته به خپله لنډه کیسه دې کره کتنې لپاره وړاندې کوي.
غونډه د لنډې دعايې په ویلو سره پای ته ورسېده.
۱۳۹۳/۰۴/۱۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *