راپور لیکونکی احمد پتیال
۱۳۹۵/۴/۱۱ نیټه
د غونډې ویاندویي د شفیق جوهر په غاړه وه!
غونډه د محمد نافع همت په خواږه غږ د قرانکریم په مبارکو ایتونو سره پیل شوه چې ورپسې ماشومانو په خواږه غږ کې ملي سرود ووايه.
ورسته ګل اغا احمدي د بنډار فعال غړي او د ډېرو کتابتونونو د جوړولو اتل مجیب الرحمن محمودي ته د ده د ناروغۍ د شفا غوښتلو دعا د پاک رب نه وغوښته.
ورسته حبیب وقار د تیرې غونډې راپور ګډونوالو ته وړاندې کړ چې راپور واقعا په زړه پورې و، اما ځینو ګډونوالو پرې نقد وکړ.
ګل اغا احمدي د وقار په راپور باندې نظر ورکړاو یې وویل: راپور ډیر په زړه پورې وو، او الله ج د په قلم برکت واچوه او دا یې هم وویل که چېرې په کاغذ کې پرینټ شوی وای او له مبايل نه وای لوستل شوی لا نور به هم ښایسته وای.
ورپسې د غونډې بل ګډونوال ښاغلي سید مخلص مخلص غونډې ته د کرکتنې له پاره کیسه راوړې وه، او ګډونوالو ته یې وړاندې کړه چې د کیسې عنوان یې و (غمجن بابا)..
کیسه واقعا ډیره ښایسته وه یو ښه انځور یې پکې لوبولی و او په ښه الفاظو سره یې وویلهاو لومړی کس حبیب وقار د ده په کیسه باندې نقد وکړ،
ده وویل کیسه ډیره ښایسته وه او په ښه شکل سره دې وویله، خو یو څه نیمګړتیاوي لري چي د پښتو ادبیاتو له نظره د لیک دود ته خاصه توجو نه وه کړې،
د مثال په ډول: یاګانې پکې نه وې عملي شوي او بعضې کلمې په املایي شکل نه وې سمې شوې
ګل اغا احمدي هم د کیسي ډیره ستاینه وکړه او ویې ویل چې واقعا په زړه پورې وه.
او احمدي صیب په بعضې کلیمو باندې نیوکه وکړه
دریم شخص ذبیح الله ایمان وویل چې په فزیکي لحاظ یې وقار او احمدي صیب خبرې وکړې زه راځم هنري یا تعبیر ته یې، زما په نظر داسې به لږ یا بخې نه واقع کیږي چې څوک د هم دوښمن له لوري ځورول کیږي هم له دوست له لوري
که کیږي یو طرفه به وي.
او نعمت الله بیا د مخلص د کیسي مطلب تایېد کړ او ویې ویل چې دا رنګه بدرنګه پیښه هر ځای واقع کیږي او نمونه يې د چک په والسوالۍ کې یوه پیښه وښوده،
او ډګروال یاسین هم مثبت نظر ورکړ او احسان الله وزیرزي هم وویل چې بعضي کلمې باید اصلاح شي تر څو زموږ ژبه او ادبیاتو ته هر څوک متوجي شي.
او د ټولو نیوکې وړاندیزونه او نظرونو ته سید مخلص لبیک وویلو او ده زیاته کړه چې ان شاالله دا به هر څه سمیږي.
او دوهمه برخه مشاعره وه چي د ویاند شفیق جوهر په شعر سره پیل شوه!
او باید یادونه يې وکړم چې شاعرانو زموږ بنډار ته زیاته ښکلا را وبخښله او مظلومیار په خاصه ټوګه د مینوالو په شنډو یې موسکا خپره کړه.
دریمه برخه
غونډه د فضل الرحیم نیازمند په مشرۍ تر سره شوه او فضل الرحیم ننۍ غونډه په ښه شاندارو الفاظو سره و ارزوله، او زیاته یې کړه که چیرې موږ داسې غونډې او مجلسونه همیشه ونیسو دا به زموږ وړتیا لا نوره هم پیاوړې کړي.دبلې خبرې یادونه یې هم وکړه چې باید موږ په فسبوک کې یو ګروپ ولرو، تر څو زموږ د غونډې راپور پکې خپور شي،
فضل الرحمن هم غونډه ارزیابي کړه، او ويې ویل: چې دا یو مثبت ګام دي باید موږ همیشه داسې غوڼدی بنډارونه ونیسو، او زیات کار باید په نثر وشي نسبت نظم ته.
نافع همت هم په ننۍ غونډه باندې رڼا واچوه، او ویې ویل چې دا یو مثبت ګام دی،
په اخیر کې ګل اغا احمدي هغه میلمانه چې ننۍ غونډې ته یې تشریف راوړی وو، او په څنګ یې وردګ پوهنتون ته کتابونه راوړي وو، زیاته مننه وکړه او دوی یې لا نور پسې تشویق کړل چې باید د پوهنتون لپاره ډیر کار وکړو، ذبیح الله ايمان ژمنه وکړه چې راتلونکې غونډې ته به خپل شعر د کره کتنې له پاره راوړي.
او د احمدې صیب له لوري زموږ بنډار په دعا ویلو سره پای ته ورسید.
او د هغه چا د نمونو لیست چې د پوهنتون لپاره یې کتابونه راوړي وو
۱: عبدالعلي ظریفي (۲۵)ټوکه د اقتصاد په بخش کې
۲: ابراهیم حیدر (۱۰) ټوکه د اقتصاد په بخش کې
۳: محمد خالد شنیزی (۲۰) ټوکه په هر بخش کې
۴: انجینر عزت الله (۳) ټوکه
۴: لعل آقا (۶۲) مجلې او (۱۸) ټوکه کتابونه عمومیات
فضل الرحیم (۲۰) ټوکه
او د هغه کسانو نمونه چې راتلونکي غونډې لپاره یې زموږ سره کلکه وعده کړې ده او را وړي يې.!
۱: زبیح الله ۱۵ ټوکه
۲: عبدالعلي ظریفي ۳۰ ټوکه
۳: فضل الرحیم نیازمن ۱۰ ټوکه
۴: مظلومیار ۱۰ ټوکه
۵: فضل الرحمن ۱۰ ټوکه
۶: میرویس ۱۰ ټوکه
۷: صفې الله حسن زی ۱۰ ټوکه
۸: نعمت الله ۱۰ ټوکه
۹: مخلص ۲۰ ټوکه
۱۰: ډګروال یاسین ۱۰ ټوکه
۱۱: احسان الله وزیرزی ۱۰ ټوکه