په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې نوي فصل ته دننه شوې. پدغه فصل کې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ټیکاو راوستلو په برخه کې پوره ژمنه کړې او د همدې ژمنې پر اساس د سولې د لارې نقشې جوړولو په هدف دوه، څلور اړخیزې غونډې شوي او درېیمه به یې د راتلونکې اونۍ په سر کې په اسلام‌ اباد کې دایره شي. د همدغو اړیکو په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت لوړپوړي جنرالانو په مشرۍ د افغانستان امنیتي پلاوي د خیبر پښتونخوا په مرکز (پیښور) کې له پاکستان پوځیانو سره لیدلي دي. د دغې لیدنې جزئیات ندي خپاره شوي او په اړه یې یوازې دومره ویل شوي چې دغه لیدنه د سرحدي(!) ستونزو حل په موخه شوې.

د دوو یا څوو هيوادونو ترمنځ روابط د هر هېواد د ملي ګټو پر اساس تنظیمېږي. د نړيوالو اړیکو د اصولو پر اساس، تقریبا ټول نړيوال تعاملات او اړیکې د ملي ګټو پر محور راڅرخي. دا چې دواړه هېوادونه څه تعقیبوي او د کومو ګټو لپاره کار کوي، لاندې به ورته اشاره وشي.

افغانستان

د افغان حکومت لخوا بهرنی سیاست پر پنځو کړیو وېشل شوی چې لومړۍ حلقه یې ګاونډیو ته ځانګړې شوې او په ترڅ کې یې، له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره متقابل احترام، ښې اړیکې او د شخړو کمول لومړیتوب لري. خو سربیره پر دې چې حکومت پخپل بهرني سیاست کې ګاونډیو هېوادونو ته لومړیتوب ورکړی، د افغانستان ټول ګاونډيان، بخصوص ایران او پاکستان د افغانستان په کشاله کې پوره ښکېل دي او دواړه هېوادونه خپل اهداف ټاکي. پدې لړ کې د پاکستان مداخله ټولو ته بربنډه ده.

د دې لپاره چې دغه مداخله پر همکارۍ بدله شي؛ په اساسي ډول کورني ثبات او فعال بهرني سیاست ته اړتیا ده. د کورني ثبات پر لور لومړی ګام سوله ده، ځکه له سولې پرته د ثبات ټينګښت ناشونی دی. د سولې لپاره له پاکستان سره اړیکې مهمې دي، خو د ملي ګټو په پام کې نیولو سره.

فعاله دیپلوماسي درې اصله لري چې د همدغو درېیو اصولو پر اساس یو هېواد خپلې موخې ته رسېږي. لومړنی اصل اقناع (قناعت ورکول) دی، د دیپلوماسۍ په ډګر کې د هدف ترلاسه کولو په برخه کې مقابل لوري ته قناعت ورکول مهم دي، چې نه یوازې مشخص تعامل يې پر زیان نه تمامېږي، بلکې ګټه به یې هم پکې وي. له اقناع ورهاخوا، امتیاز، ګواښ او وروستۍ پړاو تیری دی.

د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې یوازې د اقناع اصل مطرح کېدای شي؛ ځکه افغان حکومت نه د امتیاز ورکولو لپاره څه لري او نه هم دا توان لري چې پاکستان ته ګوتڅنډه وکړي یا پرې برید وکړي (د ډيورنډ کرښه، ځکه د امتیاز په توګه نشي مطرح کېدای چې منل یا نه منل یې د حکومت له صلاحیتونو څخه ندي).

دا چې افغانستان د دیپلوماسۍ بل ابزار په واک کې نلري، نو د خپلو اهدافو تحقق لپاره یې یوازې له قناعت ورکولو استفاده کړې ده. څلور اړخیزو غونډو ته په کتو چې دوه یې په اسلام‌اباد او کابل کې تر سره شوي او ټاکل شوې درېیمه یې په اسلام‌ اباد کې دائره شي، افغانستان د بهرني سیاست په لومړۍ کړۍ کې بریالی دی او پدې توانېدلی چې د ترهګرۍ پر وړاندې د سیمې هېوادونه سره همغږي کړي.

پاکستان

د پاکستان نظامیان، افغانستان کې مشخص اهداف تعقیبوي چې درې اساسي هغه یې، د ډيورنډ کرښې په رسمیت پېژندل، د هند د نفوذ کمول او د افغانستان په بهرني سیاست کې فعاله ونډه درلودل دي. د همدغو غوښتنو پوره کېدو لپاره پاکستان له مجاهدینو ملاتړ وکړ، وروسته یې له طالبانو ملاتړ وکړ چې اسلامي امارت د پاکستان پنځمې صوبې حیثیت خپل کړ و او د نوي نظام له راتګ وروسته یې یوځل له طالبانو ملاتړ پیل او پراختیا ورکړه.

پاکستان د همدغو سیاستونو په نتیجه کې په نړيواله سطحه د یوه ترهګر هيواد په توګه پېژندل کېږي او ټولو ته واضح شوې چې دغه هیواد په پراخه کچه له ترهګرو ملاتړ کوي. اما په وروستیو کې دغه حالات او د پاکستاني پوځیانو سیاست کې بدلون لیدل کېږي.

د هند د نیمې وچې له تجزیې وروسته، د پاکستان اصلي واکمن پوځ بلل کېږي. د پاکستان پوځ د دغه هېواد اصلي باني ګڼل شوی او زیات پاکستانیان پدې نظر دي چې له پوځ پرته به پاکستان لا وختي دړې وړې شوی و. خو لدې سره یو ځای دا نظر هم په پاکستان کې موجود دی چې پوځ، باید خپلې اصلي دندې (د هېواد د سرحدونو او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه) ته ور وګرځي او له ملکي چارو لاس پر سر شي.

وروستی د پیاوړتیا په حال کې دی، ځکه پاکستانیان دې باور ته رسېدلي چې د پوځ د ناوړه سیاستونو له امله، د پاکستان نوم بد شوی، څېره یې توره شوې او په نړيواله سطحه د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه پېژندل کېږي. همداراز په وروستیو پر پاکستان نړيوال فشارونه زیات شوي دي چې د دغو فشارونو اصلي غوښتنه د ترهګرۍ له ملاتړ د پاکستان لاس پر سر کېدل دي. له بلې خوا د پاکستان ملکي اداره هم د پیاوړتیا په حال کې ده او د پاکستان په شاوخوا ۶۹ کلن تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د یوه لومړي وزیر او ولسمشر کاري موده بشپړه او د ټاکنو له لارې نور کسان (نواز شریف) واک ته رسېدلي دي.

خو لدې ټولو سره نشي کيدای چې د پاکستان د پوځ پر ونډې سترګې پټې شي. د دې لپاره چې د پاکستان پوځ هم ښکېل بلل شوی وي، اړتیا ده چې د ملکي حکومتونو سربېره په نظامي او حتی استخباراتي برخو کې اړیکې موجودې وي.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان او پاکستاني پوځیانو لیدنه د سرحدي(!) ستونزو حل ورهاخوا، پاکستاني پوځیانو ته تبلیغاتي ارزښت لري او لدې لارې کولای شي چې تندلاري ګوندونه، ډلې او کړۍ قانع کړي.

نتیجه

دواړه هيوادونه د خپلو ګټو د تأمین په لټه کې دي. سربېره پر دې چې پاکستان به مشخصې غوښتنې ولري، دغه هېواد غواړي د ترهګرۍ د ملاتړي هېواد بدنوم له ځانه لرې کړي. له نورو مسایلو ورهاخوا د افغان او پاکستاني پوځیانو لیده کاته هم د بدنامۍ لرې کېدو په موخه هڅې بلل کېدای شي. همداراز دغه هيواد غواړي چې د نړيوالو فشارونو په کمېدو، له انزوا څخه ځان را بهر کړي او د نړيوالې ټولنې یوه فعال غړي په توګه راڅرګند شي.

د پاکستان دغه هڅې د دې ښکارندويي کوي چې پدغه هېواد کې ملکي حکومت ورو، ورو خپل ځایځایګی پیدا کوي او د پوځ تسلط پرې کمېږي، اما دېته په کتو چې د تاریخ په اوږدو کې (له ۱۹۴۷څخه تر اوسه) د پاکستان اصلي واکمن پوځ و، نو دغه بهیر به سوکه وي.

له بلې خوا د افغانستان هڅې دا دي چې د پاکستان له لارې سولې ته ورسېږي. د دغو هڅو بریا، د پاکستان ريښتنوالۍ او د نړيوالې ټولنې فشارونو پورې تړلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *