تاند، شنبه، د اسد ۲۶مه: اجرائیه ریاست امریکا به د افغان سولې په تړاو له طالبانو سره بېله او له افغان حکومت سره بېله هوکړه لاسلیکوي، چې متن یې نهايي شوی او افغان حکومت ته هم سپارل شوی دی.
د اجرائیه ریاست ویاند امید میثم وايي، په دې هوکړه کې به د افغانستان د دولت په خپلواکۍ او د افغانستان د خلکو د نماینده په توګه د مشروع حکومت په توګه ټینګار وشي.
میثم زیاته کړې، دغه هوکړه چې ډېره ژر به لاسلیک شي، افغاني خبرو ته به لار پرانیزي.
که څه هم ارګ په دې تړاو تازه څه نه دي ویلي، خو ولسمشر غني تر دې وړاندې ویلي وو د سولې د بین الافغاني مذاکراتو له پيل سره سم به یوه ګډه اعلامیه خپره شي چې افغان حکومت به په کې د خلکو استازی او مشروع حکومت په توګه یاد شي او له هغې وروسته به خبرې دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي ټرمپ د دغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره د افغان سولې د هوکړې په اړه ناسته کړې ده او دا هوکړه د ژورو اختلافاتو له کبله ځنډول شوې ده.