سید اختیار سباوون
د کابل د زاړه ښار د مسګرانو په کوڅه کې د رضا خان پښ دوکان و، هغه به هر سهار د دوکان مخې ته د خځلو دود جوړ کړی وو ، کوم چا ورته وویل علي رضا دا دود د نظره کېدو لپاره… کوې که څنګه؟ علي رضا ورته وویل، چې نه دا دود او لوګی ددې لپاره کوم چې خلک زما پر خوا را نشي او د سړک بلې غاړې ته واوړي ځکه د دوکان له مخې یې راته پیاده رو جوړ کړی دی.
رضا خان بیچاره خو یوازې څو پیاده بیچاره ګان له ځانه چپ کول؛ اما زموږ چارواکو او امریکا د بارودو دودونه جوړ کړي څو د خلکو مخ ورڅخه واوړي، پر موږ مسلطه ورځ او زموږ د ورځني سیاست مسیر او د هغې د انحراف او انصراف لاملونه ټول په یوه مخه د رضا پښ له فورمول سره سم پر مخ روان دي، هېڅوک له رضا څخه نه پوښتي چې ولې یې بېځایه دودونه جوړ کړي دي او ټوله کوڅه یی د لارې بدلولو ته اړوېستې ده؟ اصل کې د ولسمشر کرزي او امریکا اختلافات د رضا خان دود او لوګي ته ورته دي.
ولسمشر کرزی او د هغې مقابل واشنګټن په څرګنده د یو شمېر داسې شرایطو د شتون له امله په اختلاف واوښتل چې، اصلاً پکې رېښتینولي په پام نه راځي ځکه د شرایطو په لړ لیک کې د حرف او عمل ترمنځ توپیرونه له هېچا پټ نه دي، دوی په دې ظاهري اختلاف سره د خلکو سوچ او شعور په بیه اخلي او وینو یی چې د خلکو فکر یی بوخت کړی دی.
د افغانستان د امنیت مسئله، د پوځ د تجهیزاتو مسئله، د مرستو د تداوم مسئله، له کانګریس څخه ددغه تړون د تصویب مسئله او داسې نور مسایل چې د پردې پر مخ د اختلاف باعث شول اما وروسته وروسته د پردې تر شا داسې نا ویلي مسایل مخې ته راغلل چې ګواکې په اوسنۍ اداره کې د یو شمېر ښاغلیو د راتلونکې خوندیتوب مسئله ددې اختلاف منځنۍ نکته ده او دا کار له امریکا څخه د افغانستان د قوانینو د نقض په حیث یوه غیر مرېي غوښتنه ده.
د عامو خلکو سره دا ډول اندېښنې وروسته تر هغې راپیدا شوې چې د ولسمشر کرزي د مشرۍ وخت پای مومي او کابو اوه اته میاشتې وروسته د نوې ادارې د رامنځته کېدو امکانات شته او په داسې یو مهال له امریکا سره د کرزي اختلاف د رسنیو د سرلیکونو سودا جوړه شوه، پداسې حال کې چې ولس ته نه امریکا او نه هم ولسمشر کرزي د قناعت وړ کومه خبره په شونډو لري.
موږ پوهېږو، چې جګړه د طبیعي سرچېنو پر سر روانه ده او دغه جوهر تر امریکا په اسیا کې زیات دی لهذا اسیا ته د امریکا مستقیم راننوتل هم اسانه کار نه دی، ځکه دلته هم یو شمېر داسې هېوادونه موجود دي چې په خوله کې زهري غاښونه لري او دغه زهري غاښونه یوازې د بغاوتونو او انارشیو په ایجادولو سره له منځه تللای شي او دا کار امریکا پېل کړی دی. چین ته تبت، مسکو ته چیچن، ایران ته موسویان، هند ته پاکستان او داسې نور… اوس چې امریکا اسیا ته راننوتل غواړي نو دې کار لپاره یی نوې تګلاره ټاکلې چې ښه بېلګه یی د ترهګرۍ په نامه روانه لوبه ده، په دغه لوبو ده کې د جګړې تعریف نشته خو تولید یې شته او هغه د جوړو نظامونو ړنګول، د خلکو ترمنځ د قدرتونو د جګړې پېلول، په هره توده نکته کې د استخباراتي میکانیزم پلي کول او په ټوله کې د هغو افرادو او اشخاصو له منځه وړل دي، چې بحرانونو ته پر حل لارو فکر کوي او یا عملاً لاس په کار دي.
په داسې یو تصور ولاړه جګړه کې د وخت په تېرېدو سره انتخاب هم توپیر پیدا کوي او هېڅ پړاو د تضمین او ګارنټۍ صلاحیت نه لري، لهذا که داسې وي چې د امریکا شرایط نور د افغانستان په موجوده اداره کې نه بشپړېږي، نو لازمې ده چې اداره بدله کړي او موجوده جوړښت ورسره بدل کړي، که داسې صورتحال مخې ته راځي، نو احتمالاً ښایي نوې اداره د تېرو دولسو کلونو په ترڅ کې د ترسره شویو حساباتو یو نری غوندې جاج واخلي او یو عمومي سپیناوي ته خبره را وباسي، په دې کار سره به د یو شمېر ښاغلیو له کرداره پرده هم پورته شي او تور او سپین به هم سره بېل شي. نو بیا په اوسنۍ اداره کې د شتو ښاغلیو ډېرو سره باید د خپل مصؤنیت سوال مطرح شوی وي او دغه اندېښنې به یې وهڅوي چې په دې برخه کې له امریکا سره یو نامشروع معامله وکړي.
په ټولییز اعتقاد، که چېرته امریکا له موجوده ادارې سره د فردي مصؤنیت په اړه کومې هوکړې ته ورسي او یا د یو یا څو افرادو راتلونکی له قانوني تعقیبه بېغمه کړي او یایې مرسته په پام کې ونیسي، نو لومړی خو دا د امریکا قانوني حق نه جوړېږي او بیا دا چې د زرګونو هغو بېګناه انسانانو د وژنې فلسفه به رښتیا هم عمدي وي او د تاریخ جبر ته به یې یو ورځ ځواب ووایي، مګر نن یې افغانان ورسره نه مني او نه د فساد په لومه د ښکېلو کسانو سره د مرستې ملاتړ کوي، ځکه د فردي مصؤنیت په فلسفه کې خپله راتلونکې تر نن هم بدتره ویني او له دې امله یی کلک مخالفت کوي.
