محمد بشیر هاتف

په دې وروستیو کې یو ځلي بیا د افغان حکومت او امریکې د متحده ایالتونو تر منځ سیاسي ستونزې سیوا شوي او هغه مطبوعاتي جګړه چې کابل ته د امریکې د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري تر دورې وروسته پای موندلی و، یو ځلي بیا پیل شوې ده.

ولسمشر په قطر کې د امریکې او اسلامي کنفرانس ګډې ناستې ته په وینا کې وویل: اړتیا لیدل کېږي چې غرب د امریکا په مشرۍ خپل ځان اسلامي نړۍ ته واضح کړي. آیا امریکا د اسرائیل او فلسطین په لانجه کې مسلمانانو ته داسې ذهنیت ورکړی دی چې دوی په دې لانجه کې بې طرفه دي؟

ځواب روښانه دی، نه! آیا د ترورېزم پر خلاف جګړه په رښتیا سره د ترورېزم په وړاندې ده؟ که داسې وي او که دغه کار د مسلمانانو په منځ کې په ځانګړي ډول د ځوانانو په منځ کې د لا زیات افراطیت سبب ګرځیدلی وي، نو بیا تېروتنه شوې ده. آیا موږ د ترورېزم پر خلاف جګړه په سم ډول ترسره کړې ده؟ او که په اسلامي نړۍ کې د ځوانانو په منځ کې داسې یو ذهنیت مخ په زیاتېدو دی چې غرب په فعال ډول افراطیت تقویه کوي. نو داسې پوښتنه رامنځ ته کېږي چې غرب ولې او د کوم مقصد لپاره دا کار کوي؟ که د غرب نیت او اراده داسې نه وي، نو غرب باید دا مساله اسلامي نړۍ ته واضح کړي.

ورپسی د ولسمشر حامد کرزي په یوه پيغام کی په ښکاره ډول امریکې باندی نیوکې وشوې چې د طالبانو پر ملاتړو باندې فشار نه راوړي. د ولسمشر ویاند ایمل فیضي وویل، چې د سترې محکمې پر مامورینو باندې ځانمرګی برید په پاکستان کی د ترهګرو له خوا پلان شوی وو.

ښاغلي فيضي وويل، که امريکا پر پاکستان خپل فشار ښکاره او کاري ثابت نه کړي، نو افغانستان به د ٢٠١٤ کال تر ولسمشريزو ټاکنو پورې له واشنګټن سره پوځي تړون لاسليک نه کړي.

د امتیازونو جګړه:

د امریکې او افغان حکومت تر منځ تبلیغاتي کمپاین څه نوې خبره نده، تر دې وړاندې هم د دواړو لورو له خوا یو د بل پر وړاندې توندې خبرې شوي دي، خو آیا دغه لفظي جګړه چې کله تونده، کله سسته او کله هم د یوې مودې لپاره ودریږي، په رښتیا سره د دواړو لوریو تر منځ د سیاسي لید لورو د توپیر یا اختلاف پایله ده او که نه دواړه غواړی له یو بل نه ځانګړي امتیازونه تر لاسه کړي؟

سیاسي اختلاف پر سیاسي لید لورو باندې ولاړ وي او د وخت په تیرېدو سره زر خپل رنګ نه بدلوي. له بله پلوه موسمي اختلاف نه وي چې یوه ورځ زور واخلي او بله ورځ بیا پای ته ورسیږي. د سیاسي مسئلو او اختلافاتو پر سر خبرې هم پټې نه وي او پایلې یې هم څرګندې وي، خو که د افغان حکومت او امریکې د اختلافاتو لوړو، ژورو ته نظر واچوو، په ډاګه کېږي چې سیاسي ژورې ریښې نلري، ځکه خو هره ورځ رنګ بدلوي او په نویو بڼو را څرګندېږي.
وړاندې د امریکې دریځ د طالبانو پر وړاندې سخت وو او پر پوځي فشار یې ډېر ټینګار کاوه، خو افغان حکومت طالبانو سره پر خبرو تر کیز کاوه. خو نن امریکا تر ډېره بریده پر خبرو اترو ټینګار کوي او افغان حکومت نیوکه لري چې ګنې امریکا د طالبانو مدافع وکیل ګرځېدلی.

کله چې په قبایلي سیمو کې د حقاني شبکې فعالیتونه سیوا شول او په خوست کې نوموړې شبکې د سي ای اې پر یو مهم مرکز مرګونی برید وکړ د امریکې د دفاع پخوانی وزیر لیون پانیتا په داسې حالاتو کې کابل ته راغی چې د امریکې الوتکې وړونکې جنګي بېړۍ د کراچۍ بندر ته نږدې شوې وې او نوموړي په کابل کې اعلان وکړ، چې د پاکستان پر وړاندې نوره د امریکې د صبر کاسه ډکه شوې ده، خو هغه مهال د افغان حکومت دریځ دانه و، چې امریکا پر قبایلي سیمو ځمکني عملیات وکړي او دا خبره د ولسمشر له بېلابېلو ویناوو نه څرګنده وه. تر ډیره بریده انګیرنې دادي چې د افغان حکومت مخالفت پرې نښود تر څو امریکا قبایلي سیمو ته ننوځي، خو اوس افغان ولسمشر وایي، چې امریکا د طالبانو پر ملاتړي فشار نه راوړي او که پر پاکستان خپل فشار ښکاره او کاري ثابت نه کړي نو د ۲۰۱۴ کال تر انتخابتو پورې به ورسره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي.

کله چې جان کیري د امریکې د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو د افغانستان او امریکې تر منځ تبلیغاتي جګړه تر دې هم تونده وه، خو هغه مهال د بګرام د بندي خونې او بې دوسیې بندیانو د خوشي کېدو مسئله ډېره مطرح وه.

کابل ته د جان کیری دوه ورځني سفر ، دغو تبلیغاتو ته د پای ټکی کېښود.

هغه مهال هېڅ ونه ویل شو چې اصلي اختلاف د دواړو لورو ترمنځ څه و او څنګه پای ته ورسېد، خو دواړو مشرانو په خبري غونډه کې وویل، چې دوی پر مهمو مسلو او راتلونکو انتخاباتو سره خبرې کړې دي.

تر هغې وروسته افغانستان د پاکستان او ایران ځینې نیتونه افشاء کړل او بیا د افغانستان، امریکې او پاکستان درې اړخیزه ناسته وشوه او انګیرنې دا وې چې افغان حکومت تر دې وروسته د ګاونډیو په پرتله، ناتو او امریکې سره اړیکو ته لومړیتوب ورکوي.

په دې توګه تبلیغاتي جګړه پای ته ورسېد ه، خو لږ وروسته افشا شوه چې د سي ای اې ځینو ادارو د ولسمشر له دفتر سره پټې مالي مرستې کړې دي چې ولسمشر پخپله ورباندې اعتراف وکړ.

د اختلاف اصلي ټکي:

که چېرې د افغان حکومت او امریکی تر منځ د اړیکو لوړو ژورو ته یوه لنډه کتنه وکړو، نو جوتېږي چې د اختلاف اصلي مسله په افغانستان کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو مسله ده.

سره له ډېرو خبرو او مشورو تر دې دمه د ولسمشر حامد کرزي د ټیم او د امریکې د متحده ایالتونو تر منځ پر یوه ګډ کاندید موافقه نده شوې.

که څه هم د جان کیري تر راتلو وروسته انګیرنې دا وې چې دواړو لوریو پر یوې ملي ټولنې باندی موافقه کړې ده تر څو د راتلونکو ټاکنو لپاره غوره نوماندان په ګونه کړي، خو هر یو هڅه کوي له دې ادرس نه خپل د تایید وړ نوماند وړاندې کړي.

روښانه ده چې سیالۍ تر هغه مهاله نه ختمېږي چې دواړه لوري پر یو کاندید اتفاق ونه کړي.

امریکا ګومان کوي چې حامد کرزی د خپلو ځینو پلویانو پر مټ په ځینو ولایتونو لکه کندهار، رزګان او نورو سیمو کې غونډې او لاریونونه را وباسي تر څو پر اساسي قانون د بیا کتنې په پایله کې د خپلې واکدارۍ عمر اوږد کړي او که دا کار ممکن نه وي بیا له خپلو ملګرو نه یو کس واک ته ورسوي تر څو په غیر مستقیمه توګه واکمن پاتې شي.

امریکا ځکه پورتنیو طرحو سره موافقه نشي کولای چې د حامد کرزي دواکدارۍ غځېدل په افغانستان کې د ناټو د ماموریت د ناکامۍ په مانا ده او ناټو ته د انحلال تر پولې پورې ډېرې خطرناکې پایلې لرلای شی. دغه راز واک ته د کرزي د ملګرو رسېدل امکان لري افغانستان د ناټو له کنتروله وباسي او د سیمې ځینو هېوادونو ته یې ډېر نږدې کړي.
ولسمشر کرزی هم وېره لري، چې امریکا په واک کې دده او دده د ملګرو دپاتې کېدو مخه ونیسي.
د فشار وسیلې:

دواړه لوري چې اصلي مسلې نشي افشا کولی، پر یو بل باندې د فشار اچولو نورې وسیلې لټوي.

حامد کرزی د امنیتي تړون ځنډول، د قرار دادونو په مسله کې پر امریکې د اداري فساد د تورونو پورې کول، په افغانستان کې د ناټو د ماموریت ناکامه بلل، د امریکې پر نیتونو باندې خلک شکمن کول، د طالبانو او القاعدې په ملاتړ د امریکې تورنول، ګاونډیو هېوادونو سره نږدې کېدل او … .د فشار د وسایلو په توګه کاروي.

(داچې د ولسمشر دفتر وایي، چې امریکا دې پر پاکستان فشارونه ډېر کړي او هلته ترهګریزې ځالې په نښه کړي، پوهېږي چې امریکا د ملګرو ملتونو له اجازې پرته پاکستان ته نشي ننوتلی او اوس د پاکستان نوی لومړی وزیر غواړي له امریکې سره اړیکي ښه کړي، ځکه خو د امریکې کانګرس هم داسې یوه پرېکړه نه کوي)

په مقابل کې امریکا په افغان حکومت کی د اداري فساد دوسیې، ولسمشر ته د ځینو پټو مرستو افشا کول، د افغان حکومت له ځینو مخالفو ډلو سره د اړیکو پالل او د ناټو له خوا پر افغان حکومت باندې د ځینو شرطونو اېښودل د فشار د وسایلو په توګه کاروي.

د سیمې استخبارات:

د سیمې استخبارات له دې وضعې نه په ګټې اخستلو سره غواړي د افغانستان او امریکې تر منځ بې اعتمادي نوره هم سیوا کړي.

دغه راز دواړو لورو ته د ځانګړو وعدو له لارې کوښښ کوي څو مطبوعاتي جګړه نوره هم تونده شي او افغانان د راتلونکې په اړه لا بې باوره کړي. پاکستان او ایران چې د افغانستان په درې ګونو قوو او هم ځینو مدني حرکتونو کې خپل پلویان لري، د دوی په مرسته داسې تبلیغات کوي چې افغانان د لويې وېرې په دریاب کې له مجبورۍ نه خپلو ګاونډیانو ته مخه کړي.

د ایران او پاکستان پلویان خلکو ته داسې روحیه ورکوي، چې امریکا او ناټو په سیمه کې ماته خوړلې ده او افغانان باید خپلو ګاونډیانو باندې اتکاء وکړي.

پایلې:

ددې وضعې دوام له هر څه نه وړاندې په افغانستان کې بد امنیو ته نوره هم لمنه وهي، ځکه چې ثبات او امنیت له هر څه نه وړاندې د افغانستان او ناټو کلکې همکارۍ او ژمنتیا ته اړتیا لري، هر کله چې د افغان حکومت ، ناټو او امریکې تر منځ اړیکې ترینګلې شي. د افغانستان په ښارونو کې بریدونه ډېریږي، ځکه چې د سیمې استخبارات له داسې تشو نه پوره پوره ګټه پورته کوي.

دوی په دولت کې دننه د خپلو پلویانو پر مټ، بریدګر تر مهمو ځایونو پورې رسوي او عملیات تر سره کوي.
له بله پلوه ددې وضعې دوام د دواړو ملتونو (افغانستان او امریکا) تر منځ د همکارۍ روحیه کمزورې کوي، حتی ددې وضعې دوام کېدای شي د امریکې د کانګرس نظریې هم د افغانستان په اړه بدلې کړي.

له افغانستان نه د سرمایې او حتی مفکورو فرار به ددې وضعې د دوام بله پایله وي، لکه چې لیدل کېږي دا اوس په افغانستان کې د پانګونې کچه په کمېدو ده، ځکه چې د امریکې او افغانستان تر منځ، ورته لانجې د دواړو هېوادونو تر منځ امنیتي تړون هم چلنج کوي.

ددې په خوا کې د افغانستان اوناټو تر منځ اړیکې او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د بهیر چمتوالی، اداري فساد پر وړاندې مبارزه هم اغېزمنه کېدای شي.

له محور ورځپاڼې په منننې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *