د بابای ملت ایلیټ جام سیالیو په ترڅ کې کابل د لوګر او کندهار د فاریاب لوبډلې ته ماتې ورکړه.

نن د بابای ملت ایلیټ جام ولایتي سیالیو په ترڅ کې د کابل ولایتي لوبډلې د لوګر او د کندهار ولایتي لوبډلې د فاریاب لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د کابل او لوګر ولایتي لوبډلو ترمنځ سیالي د کابل په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه. د لوبې پچه د لوګر ولایت کپتان وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه. د کابل لوبغاړو د لوبې تر ۴۹ اوره د ۲۵۲ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې عمران ۷۱، امان ۸۲ او نثار ۴۰ منډې جوړې کړې. د لوګر لوبډلې له لوري سمیع ۴ او داود هم ۴ لوبغاړي وسوځول.

د لوګر لوبغاړو ونه کړای شول ورکړل شوی هدف بشپړ کړي. دوی د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره د لوبې تر پایه ۱۹۸ منډې جوړې کړې چې له ډلې یې سمیع ۶۱ او داود ۳۲ منډې وکړې. د کابل توپ اچونکو له لوري کریم ۲ او انعام ۳ لوبغاړي وسوځول.

امان د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

بله سیالي د فاریاب او کندهار لوبډلو ترمنځ د زرملوال په لوبغالي کې ترسره شوه. د لوبې پچه د کندهار لوبغاړو وګټله او توپوهنه یې پیل کړه. دوی په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره د ۳۲۵ منډو هدف ورکړ. ددوی له لوري منیر ۱۰۲، جمعه ګل ۷۷ او سمیع ۷۵ منډې جوړې کړې. د فاریاب له لوري عبدالهادي د کندهار درې لوبغاړي وسوځول.

د فاریاب لوبډلې ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو. دوی د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره د لوبې په ۴۵ اوور کې ۲۰۱ منډې جوړې او لوبه یې د کندهار پر وړاندې وبایلله. د کندهار توپ اچونکو له لوري نوین ۴ او ثناءالله ۲ لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد دواړو بریالیو لوبډلو ته مبارکي ووییله. نوموړي د لوبو جریان اغیزمن وباله او د لوبډلو بریالۍ پرمختګ یې وستایه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *