تاند- د پلازمېنې کابل په شمول د افغانستان یو شمېر سیمې نسبتاً زورورې زلزلې ولړزولې.
د امریکا د متحدو ایالتونو د زلزله پېژندنې د ادارې د راپور له مخې د دې زلزلې مرکز، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۵ اعشاریه ۶ درجې و، تر مځکې ۲۴۲ کیلومتره او ۹۰۰ متره لاندې و.
تر دې وړاندې د جمعې په ورځ ماسپښین مهال کابل او د افغانستان ختیځ او شمال ختیځ لایتونه نسبتاً معتدلې زلزلې لړزولي وو.
د امریکا د زلزله پېژندنې ادارې پر اساس د جمعې د ورځې د زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب پنځه اعشاریه صفر و، مرکز د افغانستان د بدخشان ولایت په جرم ولسوالي کې تر مځکې ۲۱۹ کیلومترې لاندې بلل شوی و.
تراوسه پوري د نن شپې د زلزلې په وجه د احتمالي مرګ ژوبلو او تاوانونو په باب کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.