په وروستیو کې د افغانستان او چین اړیکې ښې شوي. افغان حکومت هڅه کوي چې له اقتصادي ډګر سربېره په پوځي ډګر کې هم د چین مرستې لا جلبې کړي. تر ډېره بریده د افغان حکومت دغو هڅو مثبته پایله درلوده. بیجنګ ته د ملي امنیت سلاکار د سفر په ترڅ کې چینايي چارواکو (لوی درستیز فانګ فونګهو) منلې ده چې له افغان پوځ سره به پوځي مرستې کوي، د ترهګرۍ پر ضد به دواړه هېوادونه په ګډه مبارزه کوي، استخباراتي همکارۍ به پیلېږي او حتی د دواړو هېوادونو نظامیان به پوځي مانورې ترسره کوي.
په دې لیکنه کې افغانستان ته د چین د لېوالتیا پر عواملو رڼا اچول شوې او هڅه شوې چې د دواړو هېوادونو د اړیکو لرلید تر یوه بریده روښانه کړی شي.
لومړی، د نړۍوالو اړیکو یو اصل دا دی چې لوی قدرتونه باید له خپل نفوذ، قدرت او توان څخه په استفادې د سیمې او نړۍ په کچه نظم رامنځته کړي (له سړې جګړې وروسته د نړۍ له یو قطبي کېدو سره دغه اصل لا پياوړی شو؛ خو له هغې وړاندې هم دا اصل موجود و. که څه هم د مقابل لوري/و لهخوا پر دغه اصل نیوکې شوي؛ خو د نړۍ سیاسي تاریخ ته په کتو، تل لویو قدرتونو د سیمې او نړۍ نظم راوستلو کې ونډه درلودلې ده). چین له سیمهییز قدرت ورهاخوا نړۍوال قدرت شمېرل کېږي او هڅه یې دا ده چې د سیالانو (امریکا، روسیه، جاپان او …) ځایناستی شي. د نړۍوالو اړیکو پورتني اصل په پام کې نیولو سره، دا د چین مسوولیت دی چې حداقل د خپلې سیمې په کچه نظم رامنځته کړي. دا چې افغانستان د چین په ګاونډ کې پروت دی، دواړه حکومتونه ښې اړیکې لري او دواړه هېوادونه له ګډ ګواښ سره مخ دي، نو بیجنګ د خپل مسوولیت تر سره کولو ته رادانګلي دي. که څه هم ناوخته ده؛ خو له ناوړو پېښو څخه چې هر وخت

مخنیوی وشي؛ غوره ګڼل کېږي.
دویم، د دوو هېوادونو ترمنځ راکړه ورکړه، اړیکې او حتی تربګني د ملي ګټو پر بنسټ ده. د چین ملي ګټې ایجابوي چې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري، د ګډ دښمن پر وړاندې ودرېږي او ګډ ګواښونه پر مشترکو ګټو بدل کړي. پهدې لړ کې له ترهګرۍ سره مبارزه د چین د ملي ګټو په سر کې ځای لري. باور دا دی چې افغانستان ته د چین د لېوالتیا اصلي لامل له افغان خاورې څخه دغه هېواد ته متوجه ګواښ دی. چین له افغانستان سره ګډه پوله (۹۰ کیلومتره، د افغانستان بدخشان ولایت او د چین سینکیانګ ایالت) لري. که څه هم دغه ګډه پوله صعبالعبوره ده؛ خو چین ته ترې ګواښ متوجه دی (په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو د ضرب عضب عملیاتو له پیل سره جوخت، د نورو جنګیالیو سربېره، اویغور اورپکي افغانستان ته راواوښتل). دا چې اویغور بیلتونپاله جنګیالیو ته چین د ترهګرو په سترګه ګوري او دغو ترهګرو د افغانستان په خاوره کې ځای موندلی، نو د افغان او چین حکومتونو ګډو اقداماتو ته اړتیا لیدل کېږي. د امنیت په برخه کې د اویغور جنګیالیو لهمنځه وړل د چین لپاره لومړیتوب لري. د چین د پوځ لوی درستیز وروستۍ څرګندونې او له افغانستان سره د همکاریو ژمنه په همدې لړ کې بلل کېږي. باور دا دی چې له افغان حکومت سره د چین د مرستو او تعهداتو عملي کېدو په صورت کې تر ډېره بریده دغه جنګیالي ځپل کېدای شي. په افغانستان کې د ترهګرو پياوړتیا (یا له ترهګرۍ سره د مبارزې ماتې) په صورت کې چین نهشي کولای چې په ټولیزه توګه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې بریالی شي. دا چې سینکیانګ ایالت هم د بیلتون غوښتونکو او هم د چیني (اویغور) ترهګرو مرکز په توګه پېژندل کېږي، نو ناشونې ایسي چې د افغان حکومت د نه همکارۍ یا هم په افغانستان کې د بېثباتۍ په صورت کې، بیجنګ دې وتوانېږي، د دوی پر وړاندې مبارزه کې کوټلي ګامونه پورته کړي. د چین په مشرۍ د پاکستان، افغانستان او تاجکستان جوړېدونکی ایتلاف هم په همدې لړ کې بلل کېږي (چین پتېیله ده چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په موخه د بیجنګ، اسلاماباد، کابل او دوشنبه په ګډون پوځي ایتلاف رامنځته کړي. که څه هم دغه ایتلاف د سیمهییزو؛ په ځانګړي توګه د چین او روسیې سیالیو په هدف بلل کېږي او د روسي چارواکو اندېښنه یې راپارولې؛ خو اساسي هدف د ترهګرې پر وړاندې د سیمې هېوادونو همغږي کول او د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه مبارزه ده. ځکه له افغانستان سربېره اویغور چین له دواړو هېوادونو سره ګډه پوله لري او په دواړو هېوادونو کې اویغور جنګیالي فعالیت لري).
درېیم، په افغانستان کې د چین اقتصادي ګټې د افغانستان ثبات پورې تړلي دي. چین نهشي کولای چې په بېثباته افغانستان کې خپلو اقتصادي موخو ته ورسېږي. له اقتصادي او پانګونې له نظره چین په دوو لویو برخو (مس عینک او د امو دریا نفتي حوزه) کې راښکېل دی. له بلې خوا چین په پام کې لري چې د ورېښمو لار بېرته ورغوي او منځنۍ اسیا، سوېلي اسیا او منځنی ختیځ د دغې لارې په ذریعه سره ونښلوي. له یوې خوا د مس عینک د کان او امو دریا نفتي حوزې لویې او بېسارې پروژې او له بلې خوا د ورېښمو لار دواړه افغانستان پورې تړاو لري. افغانستان د یادو سیمو (سوېلي او منځنۍ اسیا او منځنی ختیځ) مرکز دی. د افغانستان د بېثباتۍ په صورت کې نه یوازې دا چې د مس عینک او امو دریا نفتي حوزې کیندنې او ګټه اخیستنې له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي؛ بلکې د چین د یوویشتمې پېړۍ ورېښمو لار هم نهشي عملي کېدای. له همدې امله چین باثباته افغانستان ته اړتیا لري.
څلورم،د پورتنیو مواردو پر اساس چین باثباته افغانستان ته اړتیا لري. په مقابل کې افغانستان هم چین ته اړتیا لري. د افغانستان اړتیا په دوو برخو کې راخلاصه کېدای شي چې همدا دوه برخې د کابل-بیجنګ د اړیکو لرلید ترسیمولای شي:
الف، سوله او امنیت: چین د سولې به خبرو کې مخامخ ښکېل دی. د بیجنګ غوښتنه دا ده چې وسلهوال طالبان له سیاسي بهیر سره یوځای شي. د چین دریځ تر ډېره بریده د افغان حکومت (مخکیني او اوسني) د هڅو پایله ده. دېته په کتو چې دغه هېواد پر پاکستان پراخ نفوذ لري، نو تر ډېره بریده د سولې په برخه کې اغېزمن تمامېدای شي. له بلې خوا له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د چین پوځي مرستې، د افغان چارواکو له اساسي غوښتنو څخه شمېرل کېږي (کابل ته د چین لوی درستیز پهخپل سفر کې د مرستو ژمنه کړې او چین ته د ملي امنیت سلاکار د سفر په ترڅ کې دغه ژمنې تازه شوې دي).
ب، اقتصاد: د مس عینک، امو دریا نفتي حوزې او ورېښمو لار ورهاخوا چین له افغانستان سره مرستې کړي (په لومړیو کې د مرستو کچه کمه وه؛ خو د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو په اوږدو کې د مرستو اندازه زیاته شوې او تمه دا ده چې د روان او راتلونکو کلونو په اوږدو کې به دغه مرستې لا زیاتې شي). باور دا دی چې له مستقیمو مرستو ورهاخوا په افغانستان کې د چینايي سوداګرو او کمپنیو پانګونه تر ډېره بریده د اقتصادي وضعیت په ښهوالي کې ژور اغېز ښندلای شي.
پنځم،د افغانستان او چین دیپلوماتیکې اړیکې یوشېپته کاله وړاندې (۱۹۵۵ز) کې رسما پیل شوې دي. د تېرو یو شپېته کلونو په اوږدو کې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې لوړې ژورې موجودې وې (د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نه وې او چین د طالبانو رژيم په رسمیت نه و پېژندلی)؛ خو په مجموعي توګه د کابل-بیجنګ اړیکې ښې بلل کېدای شي. اما په وروستیو څلورو کلونو (له ۲۰۱۲ څخه راپدېخوا) دغه اړیکې لا ښې شوې او له ۲۰۱۴ کال څخه راپدېخوا نوي پړاو ته داخلې شوې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستیو هوکړو او د متقابلو اړتیاوو ته په کتو، باور دا دی چې د افغانستان او چین اړیکې پر مثبت لوري درومي. خو مهمه ده چې افغان چارواکي لهدغه حالت څخه په سیاسي، اقتصادي، علمي او پوځي برخو کې اعظمي استفاده وکړي.