تاند- د ګلبدین حکمتیار یو پلوی او د ولسي جرګې غړی وايي چې مشر به یې په لنډو ورځو کې له یو ملیون پلویانو سره کابل ته راشي.

الله ګل مجاهد وايي، د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار به راتلونکې اوونۍ کابل ته راشي او یو ملیون پلویان به یې بدرګه کړي.

ویل کېږي چې حکمتیار اوس په لغمان ولایت کې دی او له خپلو یو شمېر پلویانو او نژدې کسانو سره یې لیدلي دي.

د اسلامي حزی یوه جګپوړي غړي قریب الله سادات په لغمان کې له حکمتیار سره د حزب د یو شمېر مشرانو کتنه تایید کړه، ویې ویل چې په دې کتنه کې کابل ته د حکمتیار د راتګ او هرکلي پر څرنګوالي خبرې وشوې.

په تېرو دوو میاشتو کې څو ځلې په نن و سبا کې کابل ته د حکمتیار د راتګ اوازې خپرې شوې.

د حکمتیار په اړه ویل کېږي چې هم کلک پلویان لري او هم سخت مخالفان. د ده مخالفان هڅه کوي چې د راتګ په مناسبت یې د اعتراض په دود مظاهره وکړي.

3 thoughts on “کابل ته د حکمتیار بدرګه کولو لپاره تیاري روانه ده”
  1. دا ۱ میلیون کسان د انتخاباتو په ورځ چیرته ول چی هلال ته یی رای ورکړی وی ، غریب ټولی نیم فیصد رایی نه وی ګټلی. په هرصورت خدای دی وکړی چی دوه دری میلیونه کسان ورسره راشی چی د نظاری غلو لنډغرو او جاسوسانو خو ښکرونو ورمات کی- حکمتیار که مجرم دی تر دا نورو لوی مجرم نه دی….

    1. سلیمه ته هلال ا وحکمتیارصاحب برابروی نودا خو معلومه خبرده چی پلار اوزوی دواړه څوک په یوه تله نه تلی

  2. Warono nor da jang khabare makawe.da warore khabare okre.hezb de da badrago na thershbe da afghanano khedmat de zan waqaf kre.tolo tha da pegham de pa facebook ke yaw bal tha kanzal makawe.goro ba chai hekmatyar sa policy bayan werkawee.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *