تاند – پلازمېنې کابل ته د جنبش ډلې د مشرعبدالرشید دوستم په را رسېدلو د کابل هوایي ډګر سره نژدې په یوه ځانمرګي برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل دي.
د کورنیو چارو وزارت پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې چاودنه وروسته له هغه وشوه چې د دوستم لېږدونکی موټر له سیمې څخه وتلی وو.
عبدالرشید دوستم تېر کال وروسته له هغه ترکیې ته وتښتېد چې په افغانستان کې یې له خپل یوه پخواني سیاسي سیال احمد اېشچي سره په نومړي د جنسي تعرض ستونزه راپورته شوه.
ویل کیږي چې ښاغلی دوستم د بشري حقونو د ادارو په هغه لست کې د سر په کسانو کې ځای لري چې په افغانستان کې یې جنګي جنایتونه کړي دي.
دوستم د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د ولسمشرغني په ټیم کې یو فعال شخص او د هغه لومړی مرستیال وو خو ویل کیږي چې په افغانستان کې د ناوړه کارونو له ترسره کولو څخه وروسته ترکیې ته تبعید کړای شوی وو.
که څه هم چې ویل کیږي دوستم څو میاشتې مخکې هڅه وکړه چې د مزارشریف په هوایي ډګر راښکته شي خو الوتکې ته یې د ناستې اجازه ورنه کړل شوه او بېرته ترکیې ته ستون شو.
په ظاهره داسې ښکاري چې د دوستم او اېشچي تر منځ ستونزه حل ته نژدې شوې، او اېشچي دې ته غاړه ايښې چې له دوستم سره خپله ستونزه د جرګې له لارې حل کړي.
سابق به چی ناوی ودیدله نو اول څل به یی د خسر خیلو په کور کښی پښه د چرګ به وینو سره کوله چی خوشبخته سی. ولی اوس ددی پلیدو مشرانو پښی په راتګ سره د انسان په وینو سری کیږی چی دا علایم د نورو وینو تویدلو وی دا هغه خاینان دی چی همیش د انسان په سرونه قدرت ته ختلی دی ولی افسوس په حال ددی ملت موږ په دی پوهیږو چی په دی دوسره حکومت کښی غنی باباه نه خارجیان کار ته پریږی او نه هم د شمالی ټلوالی دا خرڅ شوی ګوډاګیان اوس نو زموږ پایښت د غنی باباه په دوهم ځلی انتخاب کښی دی او هر مخلص افغان باید دا کار وکړی تر څو مو په واقعی توګه له دی ویروسونو خلاص کړی. او خدای دی دغی بلی مزدورانو ته هم لږ عقل ورکړی چی ددی غلامی له حلقی څان وباسی