د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف تر هغې وروسته افغانستان ته راغی، چې پاکستاني طالبانو په پیښور کې پر یو پوځي ښوونځي برید وکړ او تر ۱۴۰ زیات زده کوونکي یې ووژل.

د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره ادعا کوي، چې ګواکې پر دغه ښوونځي برید د پاکستاني طالبانو لخوا د افغانستان په خاوره کې طرحه شوی وو.

آی اس آی ته نژدې تحلیلګران وایي چې امکان لري راحیل شریف د پیښور برید ځینې اسناد او مدارک له ځان سره افغانستان ته راوړي وي، چې وښیي دا برید په افغانستان کې طرحه شوی وو.

هاخوا افغان حکومت هم په افغانستان کې د وروستیو بریدونو په اړه تر راحیل شریف قوي اسناد او مدارک په لاس کې لري او دغه اسناد ثابتوي چې په افغانستان کې ترسره کیدونکي بریدونه په پاکستان کې طرحه کیږي.

تحلیلګران د سیمې وروستیو حالاتو ته په کتو سره وايي د افغانستان جګړه د بدلون په حال کې ده، او د دې جګړې څرنګوالی به د ولس مشر اشرف غني په دوره کې نور هم روښانه شي.

ولسمشر اشرف غني غواړي افغانستان په سیمه کې پر یوه پیاوړي اقتصادي مرکز بدل کړي او د هندوستان، امریکا، چین او مرکزي اسیا هیوادونو په ګډون د سیمې او نړۍ ګڼو هیوادونو د دې طرحې په تطبیق کې همکارۍ ته لیوالتیا ښودلې ده.

چینیانو د مس عینک پر کان سربیره په دې وروستیو کې د افغانستان په شمال کې پانګونه وکړه. البته دا زمینه هندیانو برابره کړه چې ولسمشر اشرف غني چینایانو ته په دې اړه قناعت ورکړي. په دې توګه د بدخشان له لارې منځنی اسیا ته د جګړې انتقال منطقي بلل کیږي.

په دې ترتیب یوازینی لار چې پاتی کیږي هغه د بلوچستان ګردنې دي چې د پاکستان په خاوره کې دي. دا طرحه که څه هم چې تر اوسه د اجرا کولو حتمي ضمانت نه لري خو د دې طرحې موضوع د پاکستان له پاره خطرناکه ده.

انګریزان هم د دې طرحې خلاف دي خو که د دوی د ګټو ضمانت په راتلونکي کې په منځنۍ اسیا کې وشي امکان لري چې انګلستان په خپل سیاست کې بدلون راولي. پاکستان اوس مهال له هرې خوا د ماتیدو په حال کې دی او انګریزانو ته هم له اوسني سیاست سره د پاکستان ساتل له امکانه لرې خبره ده .

پاکستان په اوس وخت کې له مات اقتصاد، ترینګلي امنیت او له نړیوالو مرستو نه بي برخې پر میدان پاته دی. د خپل ژوند لپاره پاکستان اوس مهال یواځینی لاره په کابل کې د جګړې تعقیب لري او بس. خو د ساه ویستلو له پاره پر پاکستان دا لاره هند او امریکا له درده ډکه کړی ده له یوی خوا د وزیرستان له لارې منځنۍ اسیا ته د جګړی انتقال هندیان تعقیبوي له بلې خوا د جګړي موج د وزیرستان په خوا روان دی. د پاکستان له پاره به دا ډیره ستونزمنه وي چې د پخوا په څیر په افغانستان کې د جګړی ژرنده وڅرخوي په دې خاطر چې افغانستان په اقتصادي حوزی د بدلیدو په حال کې دی.

د پاکستان په اوسني سرحد کې د تاجکستان په لور یو لوی هېواد د لوی بلوچستان په نوم د زیږیدو په حال کې دی. که پاکستان حاضر شي، چې افغانستان ته بحر ته د نښلیدو په خاطر ترانزیتي لاره ورکړي ممکن بلوچستان د پاکستان د قلمرو یو برخه پاتی شي که داسې نه شي د دې امکان هم شته چې دا جګړه ډیره پیچلې شي.

د انتقالي جګړي او د اقتصاد د رهبرۍ پړی د هند د لومړي وزیر نریندا مودي په لاس کې دی. ولس مشر غني پاکستان ته په خپل لومړي سفر کې راحیل شریف ته د ده په خپل کاري دفتر کې د دې منطقه یی او نړیوال پلان په اړه خبري وکړی. ظاهرا راحیل شریف ته د ولس مشر غني پیغام دا و چې نور په افغانستان کې د جګړې دوام امکان نه لري او دې جګړې نور پای مندلی دی. جګړه ستاسو پر خوا درځي یا معاملې ته ځان چمتو کړی او یا هم بحران ته! دا فرصت په تیزی سره د ختمیدو په حال کې دی یا له وزیرستان څخه تېر شئ او یا د بلوچستان له لارې افغانستان ته ترانزیتي لاره ورکړئ.

د پاکستان له پاره دا معامله اسانه نه ده په اصل کې افغانستان له هند سره د ځمکې له لارې تړل کیږي. او پاکستان به له دې طرحې سره د مرګ تر بریده مقابله وکړي. خو د پاکستان اصلي ستونزه داده چې نور د مقابلې توان نه لري. داسې ښکاري چې ولسمشر یوه پراخه اقتصادي ساحه غواړي او د دیورند کرښې په پخوانیو خوبونو کې ویده نه دی.

ولسمشر غواړي د سردار داوود خان هغه پخوانی طرحه پلې کړي، چې له مخې یې افغانستان ته تر سمندر پورې یو ترانزیټي کاریدور ورکول کیږي. نو په همدې توګه پاکستان په دو لارو کې بند دی له یوی خوا تجزیه او له بلې خوا اقتصادي ستونزې.

پاکستان اوس د جګړې د کنټرول توان هم نلري نو د راحیل شریف له پاره ډیره ستونزمنه ده چې په ډک لاس له افغانستان نه لاړ شي.

7 thoughts on “کابل ته د راحیل شریف نا ببره راتګ/ فرید نوښت”
  1. دا لیکنه ما ته د رزاق مامون د ویبلاګ د یوې لیکنې ترجمه ښکاري. که وي باید فرید نوښت په ښکاره لیکلي وای ځکه مونږ نه غواړو چې د تاند رنګه په داسې کارونو بده شي. د مامون لیکنه دا ده:

    چهارشنبه ۲۶ آذر ۱۳۹۳ ه‍.ش.
    عقب صحنه ی سفر راحیل شریف به کابل

    سفر شتابزده ی راحیل شریف به کابل به خصوص پس از حمله ی مرگبار طالبان پاکستانی بر آموزشگاه نظامی در پشاور، ماهیت شدیداً واکنشی- التهابی وتهدی آمیز دارد. محافل رسمی پاکستان مدعی اند که دهشت افگنانی که برمکتب نظامی پشاور حمله ور شدند، از پایگاه های طالبان پاکستانی مستقر در خاک افغانستان آمده بودند. تحلیل گران نزدیک به آی، اس آی پیوسته از شبح هند در سرحدات پاکستان هشدار داده اند. بدون شک راحیل شریف اسناد و مدارکی را با خود به کابل آورده است که احتمالاً امنیت ملی افغانستان را در حمله پشاور مظنون بداند. اما به دلیل روابط نزدیک استخبارات هند و آمریکا با حکومت کابل، امکان دست رسی اشرف غنی به مدارکی قویتر بر علیه پاکستان در مورد حملات اخیر در افغانستان به مراتب بیشتر است.
    البته موج فشار از خاک افغانستان به سوی پاکستان از مدت ها قبل فعال شده و به ویژه پیمان راهبردی بین هند و افغانستان به آن رسمیت وجواز داده است. افغانستان به مرکز دفاع بین المللی علیه پاکستان مبدل شده است. افغانستان سنگر مقدم جنگ نرم ومخرب است و اکنون از توانایی سبوتاژ وضربت زنی بهره مند است.
    جنگ افغانستان درحال انتقال است. این جنگ خصلت انتقالی خود را درزمان اشرف غنی برجسته تر نشان خواهد داد. اشرف غنی جزء مجریان پلان جدید بین المللی در افغانستان است که هند وامریکا و (اخیراً) چین، جهت ختم جنگ درافغانستان وضرورت انتقال آن به محور جدید اقتصادی- راهبردی، همسو شده اند. هندی ها شرایطی را فراهم کردند تا اشرف غنی توانست چینی ها را درحوزه ی شمال افغانستان صاحب بستر اقتصادی- امنیتی بسازد. بدین ترتیب، رخنه ی جنگ به آسیای میانه از طریق بدخشان منتفی به نظر می رسد و تنها راهی که باقی مانده، گردنه های«وزیرستان ها» درخاک پاکستان است که از درون خاک پاکستان باید به سوی مرزهای تاجکستان راه بکشد.
    این طرح اگر چه فعلاً ضمانت حتمی به خود نیافته مگر تنها طرح همین موضوع برای پاکستان وحشتناک است. علاوه بر آن انگلیس ها با این طرح مخالف اند. در صورتی که بسته های پیشنهادی تشویق کننده به انگیس ها پیشکش شود و نقش استراتیژیک آنها را در آینده آسیای میانه ضمانت کند؛ امکان تغییر سیاست آنها وجود دارد.
    برای انگلیس حفظ پاکستان با سیاست های کنونی اش امکان پذیر نیست. پاکستان ازهر رهگذر موقعیت شکننده دارد. دست خالی با اقتصاد معیوب وسازمان تولیدی ضعیف ( ویتیم شده از نظرکمک بین المللی) درمیدان ایستاده. برای نفس کشیدن، فقط گزینه ی جنگ درکابل را دنبال می کند؛ اما هند و آمریکایی ها فضای تنفس را بر وی به طوری دردناک مختنق ساخته اند. از یک سو هندی ها با جلب نظر امریکایی ها طرح عبور از وزیرستان به سوی آسیای میانه را پیش کشیده و دنبال می کنند؛ از جانب دیگر، «موج برگشت» جنگ متوجه «وزیرستان» شده است.
    افغانستان به یک حوزه اقتصادی در حال تبدیل شدن است. برای پاکستان دشوار است که آسیاب جنگ را در افغانستان مثل گذشته بچرخاند. طرح هند وامریکا، عبور دادن دریای جنگ از وزیرستان، با گذر از قلمرو کوهستانی ودور افتاده ی مرزی پاکستان به سوی تاجکستان و ازبکستان است که هدف آن تولد یک کشور جدیدی به نام بلوچستان بزرگ است. اگر پاکستان به زودی حاضر شود تا به افغانستان راه دریایی فراهم کند، ممکن است بلوچستان جز قلمرو پاکستان باقی بماند. در غیر آن جنگ شکلی بسیار پیچیده یی را به خود خواهد گرفت. رهبری اقتصادی جنگ انتقالی در دست حکومت نارندرا مودی رهبر بی جی پی دردهلی است. اشرف غنی در نخستین دیدار از اسلام آباد با آهنگی خشک و بی تعارف، درباره ی پلان جدید منطقه وبین الملل با راحیل شریف در دفتر خودش در راولپندی سخن رانده بود.
    پیام احتمالاً درین حد بوده است: دیگر جنگ افغانستان گنجایش ادامه را ندارد و به مراحل پایانی رسیده است. جنگ به طرف شما می آید. یا معامله می کنید یا خودتان به بحران می روید. فرصت را به سرعت ازدست می دهید. یا از وزیرستان بگذرید؛ یا برای افغانستان راه ترانزیت دریایی از طریق بلوچستان بازکنید.
    این معامله برای پاکستان آسان نیست. گشایش راه دریایی به افغانستان، درواقع پیوست زمینی هند وافغانستان است و پاکستان تا سرحد مرگ با این طرح مقابله خواهد کرد؛ اما مشکل ویژه ی پاکستان این است که دیگر بیش ازین توان مقابله ندارد. اشرف غنی در بندِ خواب های کهنه ی «خط دیورند» نیست؛ ساحه ی حیاتی اقتصادی می خواهد. هند با تمام قدرت مجری این طرح است و تا کنون یک گام هم عقب ننشسته است. احتمال گذراندن ماشین جنگ از طریق وزیرستان به این جهت قوی به نظر می رسد که اخیراً دهلیز اقتصادی شمال افغانستان به چین وا گذار شده است. هیچ کشوری میل ندارد تا با چین درگیر کشمکش شود.
    بنابر این پاکستان در دو راهی تجزیه و شکست کامل اقتصادی قرار دارد. توان مدیریت جنگ را هم ندارد. برای راحیل شریف خیلی دشوار است که دست آوردِ خوبی از کابل با خود ببرد.

  2. مننه ګرانه خو ستا تحلیل د رزاق مامون تحلیل نه کاپی شوی، رزاق مامون اکثره وخت خېټالوژي غږوي. خو بیا هم که داسې وي نو خدای دې وکړي چې د پاکستان زوال په خپلو سترګو ووینو

  3. ښاغلي فريد نوښت ته! لومړى چي کله يوه ليکنه کوې نو د علمي ملحوظاتو په نظر کي نيولو سره يې ماخذ يادوه، او که ژباړه وي نو بيا خو ضروري ده چي د اصلي ليکوال نوم ورسره ياد شي، ستا دا ليکنه د ښاغلي رزاق مامون د ليکني ترجمه ده،

  4. دا لیکنه ما هم د ښاغلي رازق مامون په بلاګ کښې لوستې وه چې په دري ژبه یې لیکلې وه ، ښاغلي نوښت باید ورسره لیکلي وای چې د رازق مامون لیکنه ده او ده ژباړلې ده دا یوه ادبي او ژورنالیستیکي غلاده ، باید بیا داسې ونه شي او تاند هم باید داسې غلاګانې نشر نه کړي، ښاغلی فرید نوښت باید په دې اړه وضاحت ورکړي او بښنه وغواړي

  5. ښاغليو عمر او احمد روښان،
    اول دا خبره ما ولیکله او د مامون لیکنه مې هم کاپی پیسټ کړه. د اصولو له مخې زما حق وو چې تاسو زما تبصره تایید کړې وای او داسې مو لیکلي وای چې د ګنډېري د لیکنې په تایید. درناوی

  6. یو وخت په ننګرهار کې د داود وفا په نامه یوه کس د موسی شفیق صیب شعر په مشاعره کې ولوست او خپل نوم یې ورسره یاد کړ، خلکو داد ورکړ، وروسته کوم مطالعې والا کس خبره لوڅه کړه چې دا خو د شفیق صیب شعر دی، استاد صمیم ورته ویل چې وفا دا شعر ستا دی که د شفیق صیب؟ وفا چې لاره ونه مونده ویل یې استاده شعر د شفیق صیب دی خو ما په کې هسې لږې ګوتې وهلي دي. 🙂 بیا یې بل وخت د علامه حبیبي د افغانستان لنډ تاریخ چې بېنوا صیب له پاړسو ترجمه کړی وو هغې ترجمه کې یې ګوتې متې وهلې وې او دانش ته یې وروړی وو چې چاپ یې کړي، استاد صمیم یې پیدا کړی وو او ورته یې ویلي وو چې استاده د علامه حبیبي کتاب مې ترجمه کړی دی او چاپولو ته تیار دی، صمیم صیب د کتاب په شا که سریزه کې د داود وفا دومره ستاینه کړې وه چې بیا وروسته خبره لوڅه شوه په کفاره یې نه پوهېدو چې څه وکړي. 🙂 نو نوښت صیب تاسو چې په اول سر کې چې چا مو لا نوم هم نه وو اورېدلی داسې نوښت وکړ خدای مو دې وروسته پرده کوي. هسې ولې دا د تاند نوم بدوئ، همدا یو تاند لرو او بس!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *