کابل غریو نیولی دی. دې لا ساه نه شي اخیستی او لا یي جوړې څوک سا اخیستو ته نه پریږي.
دا خبره ډېره زړه دردونکې ده چې خبر شې په کابل یا پېښور کې بمي حمله وشوه، په سوونو خلک یې د خپلو خوږو او نږدو ملګرو نه لرې کړل، زړونه اوکورونه یي وران کړل. خانه دې د چا هم ورانه نه شي، خو د پښتون افغان وطن خانه دې کله هم خرابه یا ورانه ځکه هم نه شي چې دې زمکې په خپلې سینې ډیر زخمونه لرلې دي، ډېره دردېدلې خاوره ده. فکر کوم آه به یې تر اسمانه خو ضرور رسیدلې وي خو چې ولې تر اوسه نه ده اورېدل شوې.
کابل ښار ډېر زوړ تاریخ لري، په زرګونو کاله پخوانی تهذیب لري، زمانه چې اوس په کوم لور روانه ده، او د بشري حقونو، مېلمه پالنې، د ښځو د حقونو خبرې کوي کابل ډېر پخوا له دې هر څه تېر شوی دی، خو له بده مرغه په ډیره هوښیارۍ سره په یوه داسې جنګ کې ښکېل شو چې خپل دغه تصویر یي تت شو، پټ شو او ورک شو.
دا زمانه چې اوس کوم ښار او د هغه اوسېدونکې وینې چې زړونه یي لکه د جهان نه تور شوې دي، په انسانیت یي باور ختم شوی دی، په ګاونډ یي اعتبار بایللی دی، په خپلو او پردو کې په فرق کې پاتې راغلي دی، دوست دښمن، چم ګاونډ، مینه او نفرت، کرکه او وحشت او ښکلا نه پیژنې، د لرې او نږدې نظر یې کم شوی دی، دا خو څه داسې نه وو کنه!
په دغه ښار کې خو رنګونه وو، ماشوموالی وو، مینه محبت و، د نجونو خپل ژوند وو، د ښځو حقونه وو، په کور او ټولنه کې د دوی یو غږ وو، او واک اختیار یې وو. داسې مشران وو چې د جرګو مرکو غږ یې نړۍ اورېدلی. داسې سپېن روبې چې د کلې حجره او جماتونه پرې اباد وو. او هم دغه وجه ده چې تر ننه پورې یي حجره او جومات په نښه کیږي، په کرکه او نفرت وژل کیږي. اوس مینه مینه نشته، نه اوس رنګونه او ښکلا شته.
نن چې امید ورکړي سبا نه وي، سبا چې تمه ورکړي بیګا نه وي، لمحه لمحه او لحظه لحظه ژوند دې په کابل کې، په بیرکونو تیر راتیر ژوند دی په کابل کې، په سړکونو ماشومتوب خرصیږي، په ښایستیو او وړو لاسونو کې تسبې خرڅیږي، چې ماښام په ممبر ناست په خپلو ګوتو کې یي اړوي نو وایي ورته چې هله زر وکړئ جنت ته لاړ شئ ګنې نو بیا یې دروازه بندیږي.
او هم په دغه کابل کې د جنت لاره جوړیږي، او ښه په ډار یې وایي چې که سل ووژنئ نو سله په سله به جنت ته ځئ. د جنتونو ټکټونه لکه په تور مارکیټ کې داسې په اسانه موندای شي چې څنګه په دغه ښار کې د یوې کونډې بې وسي لیدای شي.
کابل ته مه وایه چې وران شې ـــ دې چې ورانیږي زما زړه ورسره چوینه