تاند، یکشنبه، د عقرب ۲۶مه: ولسمشرۍ ماڼۍ د بندیانو د نه تبادلې په برخه کې طالبان پړه بللي دي او وايي، د انس حقاني په شمول د طالبانو درې مهم بندیان بیرته د افغان حکومت په ولکه کې ساتل شوي دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي تاندته په خبرو کې ویلي، د بندیانو تبادله د طالبانو لخوا ځنډول شوې خو افغان حکومت د بندیانو د تبادلې په مسله بیا ارزونه پیل کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې رویټرز اژانس تر دې وړاندې د طالب سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې د حقاني شبکې درې بندیان بیرته له قطر څخه بګرام زندان ته راوړل شوي دي.
ذبیح الله مجاهد ویلي، ټاکل شوې وه چې دا بندیان ټاکلي ځای ته په معین وخت راوړل شوي وای، خو امریکایان نه دي حاضر شوي او دا تبادله صورت نه نیسي.
ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې معلومه نه دابندیان د څه شي له وجې تبادله نه شول، خو وايي، د امریکايي پوهنتون برمته استادان یې بل ځای ته انتقال کړي دي
په تیر ۱۸ کالو کی د امریکا زیات نظامی افسران په جنګ محال کی او همدارنګه د سولی د پروسی په درشل کی ووژل شول مګر دوی په اول کی دا ډول ګام پورته نکړ
کله چی نهه پړاو خبری سرته ورسیدی که څه اوږدی وی مګر بیا هم ولس یو څه د سولی راتلو ته خوشبینه شول او دیته یی سترګی شوی چی سوله راتلوونکی ده مګر ټرمپ د افغانانو هیلی له اوبو سره لاهو کړی او هرڅه په یوه ټویټ باندی له مینځه یوړل.
کله چی افغان دولت او ولس ددی نهه پړاو خبرو په اړه پوښتنه کوله او معلومات یی غوښتل مګر واضح خبری یی نه کولی او هرڅه پرته لدی چی افغان دولت سره یی شریک کړی د پاکستان استخباراتو په رهنمایی مخی ته وړل کیدلی چی دا د افغانستان په داخلی چارو کی پاکستان برلاسی ورکول دی چی دا ډول کارونو په اړه ولس هر وخت غبرګونو ښودلی دی
مګر بیا هم ولس هرڅه تاریخ ته پریږدی او افغانان وایی چی پښتون سړی سل کاله وروسته خپل کسات اخیستی وو بیا هم ویلی وو چی بیړه می وکړه ، افغانان هیڅ تاریخ نه هیروی که سل کاله وروسته یی هم په پنجاب زور بر شی د څپیړی ځواب په سوک ورکړی ځکه موږ دواړه ګاونډی هیوادونه یو او له یو بل څخه شلیدل نه کیږی
په دوهم ځل چی کله خلیلزاد او پاکستان استخباراتو ریس حامد فیض کابل ته راغی او له حمد الله او نور جګپوړو چارواکی سره وکتل خبره یی بښنی کوله مګر هدف یی د همدی دری کسانو خوشی کولو وو چی اوس رسانیو کی معلومه شو چی کله کرزی په وخت دا کار ونشو او ښاغلی اشرف غنی د ولس ټول فشار او منت ته غاړه کیښود چی پدی سره زیاتره کورنیو چی د دوی د شبکی له لوری شوی انتحاری حملو کی بچیان او دوستان له مینځه تللی وو له سخت غبرګون سره مخ شول چی آن د کابل زیاتره ګوندونه لاریونو شروع کړل
خو بیا هم زیاتره ولس دواړه طرفونو (دولت او طالبانو ) ترمینځ د ښه باور جوړونی لپاره مثبت ګام چی اشرف غنی پورته کړ مګر امریکا بیا د پاکستان په نفعه کار کول غوښتل یعنی دا طالب چارواکی یی په پاکستان د دوو امریکایی استادانو سره تبادله کول غوښتل چی ولسمشر ورسره جوړ را نغی
چی د ولسمشر خبره په استناد چی له زیاتو مشوره وروسته دا تصمیم ونیوه چی طالب بندیان به قطر ته انتقالوی او طالب چارواکی به بندیان جرمنی ته انتقالوی چی دا پروسه هم بیا خند او ځند سره مخامخ شوه
چی امریکایان پړه په طالبانو او برعکس طالبان بیا پړه په امریکایانو اچوی مګر پدی باندی ښه پوهیږی چی افغان ولس له پخوا څخه اوس زیات سولی ته تږی دی او په همدی ته انتظار دی چی لدی جنګی ډلی سره هم د ګلبدین په شان سوله وشی او افغان ولس په کراره پریښودل شی مګر زما په اند ترڅو چی د سولی تمه له امریکا او پاکستان په لاس کی وی او افغانان په خپل کنترول کی رانولی نو دادی سولی پروسه په یوه پروژه شی چی هر هیواد د ځان پر ګټه ترینه کار اخلی
مګر زه چی ګورم امریکا سولی کولی ته هم لیواله ندی ځکه د دوی عسکر نه وژلی کیږی او زیاتره بمبار په عام وګړو کیږی چی بیا رسانی ورباندی ترهګرو نو ږدی
مګر تر اوسه پوری دوی چی داعش او طالب په ضد کومه جګړه شروع کړی ریښتنی ندی ځکه پدی باندی دوی پوهیږی چی پاکستان ددی جګړه ماری ډلو مالی او نظامی همکاری مګر ددی پر ځای چی په پاکستانی نظامی او استخباراتی چارواکو او ادارو باندی د سپاه پاسدارنو په شان سیاسی او اقتصادی بندیز ولګوی نو هم مالی تمویل یی کوی ځکه ټرمپ وویل چی موږ پاکستان ته په تیر ۱۸ کالو کی ۳۳ میلیارده ډالر مرسته کړی مګر موږ ته یی څه ندی کړی او موږ یی دوکه کړی یو مګر بیا هم د عمران خان په تیر سفر کی امریکا ته ۱۲۵ میلیون ډالره مرسته اعلان کړی یعنی دا داسی معنا ورکوی چی غله ته وایی غلا کوو او کور څښتن ته وایی چی ځان ساته