تاند- کابل نن /سې شنبه/ د افغانستان له سولې او پرمختګ سره د مرستې لپاره د نړۍ د ۲۵ هیوادونو او نړیوالو ټولنو د کنفرانس کوربه دی.
د دغه کنفرانس په درشل کې پر افغانستان د فشار راوړلو لپاره د تېرو څو ورځو د پر له پسې خونړیو حملو له کبله نن په کابل کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.
نن د کابل په ډېرو برخو د کورنیو او بهرنیو ورانکارو د تخریبي اقداماتو د مخنیوي لپاره سخت تدابیر نیول شوي دي. د دغو اقداماتو له کبله به ډېر ښاریان له ستونزو سره مخامخ وي.
خو مهمه خبره دا ده چې د افغانستان د مخالفانو له وروستیو خونړیو بمي حملو سره سره د څه باندې ۲۰ هیوادونو جګپوړي استازي «د کابل پروسه» په کنفرانس کې ګډون کوي.
د ایران، پاکستان او روسیې په شان هیوادونو هم ویلي چې استازي به یې په دې کنفرانس کې برخه ولري. دا درې هیوادونه په دې تورن دي چې د افغانستان د دولت د مخالفو وسله والو د ملاتړ مثلث یې جوړ کړی دی.
د افغانستان حکومت وايي د کابل پروسه په کنفرانس کې به د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د سیمې او نړۍ د هیوادونو موافقه ترلاسه شي.
دې ته ورته څرګندونې د کنفرانس په درشل کې امریکايي چارواکو کړي دي.
د افغانستان د حکومت ځینو چارواکو ویلي وو چې د کابل په پروسه (کنفرانس) کې به د کابل د چهارشنبې د ورځې د حملې په اړه اسناد د کنفرانس برخوالو ته وړاندې کړي. دوی ویلي چې دا برید پاکستان مېشتې حقاني شبکې د آی ایس آی په مرسته کړی دی.
خو په واشنګټن کې د پاکستان سفیر وايي چې د حقاني شبکه له پاکستانه وتلې ده او له بلې خوا دا برید دې شبکې نه دی کړی.