تاند- د پراخوالي له نظره توکیو د نړۍ تر ټولو ستر ښار دی. توکیو (۲۱۸۷/۰۸) کیلو متر مربع مساحت او (۳۱۴۸۰۴۹۸) نفوس لري.

د مساحت له پلوه نیویارک دوهم، د برازیل ساوپاولو درېم او د جنوبي کوریا سیول ۴ ستر ښارونه دي.

خو د نفوس له نظره له توکیو وروسته د هند ډیلی یاد شوی. د چین شانګهای درېم دی.

خو په هر حال زموږ د خپل هیواد پلازمېنه کابل د نړۍ ۷۴ ستر ښار بلل کېږي.

د کابل د نفوسو دقیق شمېر نه دی څرګند. ځیني وايي ۵ یا حتي ۶ ملیونه نفوس لري. که د کابل نفوس ۵ ملیونه ومنل شي، د نړۍ ۳۳ ستر ښار دی خو په دې احصاییه کې د کابل نفوس ۳ ملیونه ۴۳ زره ۵۸۹ ښودل شوی او پر همدې اساس د نړۍ ۷۴ ستر ښار بلل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *