تاند، شنبه، د سنبلې ۲مه: د کابل امنیه قومنداني وايي، په قره باغ ولسوالۍ کې د یو جهادي قومندان او د هغه د تره د زوی د کورنۍ تر منځ نښته شوې چې پخپله د قومندان په شمول ۵ کسان په کې وژل شوي دي.

 د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز تاند ته په را استولې خبرپاڼه کې ویلي، پېښه بیګاه ماښام شپږ نیمې بجې د قره باغ ولسوالۍ بازار کې له یوې ترافیکي پېښې نه وروسته شوې او دواړه لوریو پر یو بل ډزې کړې دي.

فرامرز تاند ته په استولې خبرپاڼه کې د دغه جهادي قومندان نوم حاجي کامل ښودلی چې د خپل تره زوی سره یې نښته کړې او په نتیجه کې یې پخپله د حاجي کامل په ګډون ۵ کسان وژل شوي او ۱ بل ټپي شوی دی.

د کابل امنیه قومنداني وايي، پېښه د شخصي شخړې له امله شوې او پولیسو له نښتې وروسته یو ټپي شوی کس نیولی چې پلټنې یې ترې روانې کړې دي.

په کابل ښار کې وخت ناوخت د جهادي قومندانانو تر منځ نښتې څه نوې خبره نه ده، بلکې ښاریان شکایت کوي چې د کابل امنیتي ادارو تر اوسه دغه ښار کې نامسووله وسله وال نه دي خالي سلا کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *