(دا خبر بیا بیا تازه کېږي)
تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۱۴مه: د کابل په ششدرک سیمه کې د انتحاري حملې له کبله د ګڼو کورونو شیشې او دروازې ماتې شوي خو تراوسه پورې د مرګ ژوبلو کره معلومات نشته. د برید مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه واخیست.
د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب عمومي ريیس وايي چې تراوسه پورې روغتونونو ته د ۱۰ تنو مړي او ۴۲ ټپیان وروړل شوي دي. ویل کېږي په دې پېښه کې نامتو لیکوال او شاعر سلیمان لایق هم ژوبل شوی خو ټپي دي ژور نه دي.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی وايي چې د عامو خلکو لږترلږه ۱۲ موټرونه ویجاړ شوي دي.
د کابل په ششدرک کې موټربمي چاودنه
د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي پېښه تاییدوي خو وايي چې تراوسه د حملې د هدف په اړه څه نه شي ویلی. رحیمي وايي چې موټر بمي چاودنه د سهار په ۱۰ بجې او ۱۰ دقیقې وشوه.
مسعود ځاځي، چې د سړک بلې غاړې ته د عکاسۍ دوکان لري، فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي«د چاودنې په وخت پر چوکۍ ناست وم خو دومره زوروره وه چې زه یې له چوکۍ وغورځولم. هرې خوا ته دوړې وې.»
ځاځی وايي چې سړک له خښتو او ماتو وسایلو ډک و، د ټپیانو نارې یې اورېدې.
دی همداراز وايي چې لږترلږه ۵ تنه یې ولیدل چې سخت ټپیان شوي وو.
د پېښې په ځای کې تل په تېره بیا د سهار له لوري ډېره ګڼه ګوڼه وي. شاهدان وايي چې د خلکو ګڼ شمېر موټرونه ویجاړ شوي یا سوځېدلي دي.
طالبانو د پېښې مسوولیت په غاړه واخیست او ادعا یې وکړه چې د امریکايي پوځیانو یو کاروان یې هدذف و.
ذبیح الله مجاهد، چې عموماً په ادعاوو کې له مبالغې کار اخلي، ویلي چې په دې برید کې ۱۲ بهرنیان او د ملي امنیت ۸ غړي وژل شوي دي. ده همداراز ویلي چې د بهرنیانو ۳ زغرګاډي هم په دې برید کې ویجاړ شوي دي. خو د خلکو او رسنیو له لوري په اخیستل شویو عکسونو کې یوازې د عامو خلکو ویجاړ موټرونه لیدل کېږي.
د دوشنبې په شپه د کابل په ګرین ویلیج کې د تراکتور بمي حملې لږترلږه ۱۶ ملیکان ووژل او تر ۱۰۰ ډېر نور یې ژوبل کړل.
کابل: ششدرک کې د ملي امنیت پر تلاشۍ برید شوی
د کابل ښار د ششدرک او عبدالحق څلور لارې تر منځ سیمه کې ۱۰:۱۰ بجې زوروره چاودنه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت وايي، پېښه د نهمې امنیتي حوزې اړوند په ششدرک سیمه کې شوې ده.
عیني شاهدان بیا دا یو موټر بم برید بولي، خو ځینې یې ځانمرګی برید انګیري.
د برید هدف په ناتایید شویو معلوماتو کې د ملي امنیت یوه تلاشي ښودل شوې چې ششدرک ته پر لاره له عبدالحق څلور لارې سره نږدې پرته ده.
د پېښې د تلفاتو په اړه لا کره معلومات نه دي ورکول شوي. امبولانسونه د پېښې ځای ته روان دي.
یاد مو وي د قاتل پاکستان شریف ویلي وه چه کابل باید وسوځول سي او کابل یې د کشمیر د مسالې په تړاو یاد کړی دی. د داسي شومو مداخلو د مخنیوي په خاطر باید مسئول کسان جواب ووایې البته مسئولین یې د جهاد ټېکه داران دي.