د غور پېښه

تاند، دوشنبه، د جدي ۳۰مه: د کورنیو چارو وزارت تایید کړه چې په کابل کې د ټرانسپورټ وزارت د یو کارمند د کورنۍ ۴ غړي د ناڅرګندو کسانو لخوا د تېشې په ګوزارونو وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته وايي، پېښه تېر ماښام د اوومې ناحیې اړوند جنګلک سیمه کې شوې او نامعلومو کسانو د ترانسپورټ وزارت یو کارمند عبدالستار له خپلې مېرمنې او دریو ماشومانو سره په خپل کور کې وژلی دی.

رحیمي وايي، په قاتلینو پسې خپلې پلټنې پیل کړې دي او لا دوی ته پېښې انګیزه هم نه ده څرګنده شوې.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې دا مهال جنايي پېښې زیاتې شوې دي چې ولسمشر یې په اړه د جدي اقداماتو هوډ څرګند کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *