استاد احمل ښکلی

(کابل لارښود) د احمد شاه وحدت کتاب دى، چې اوس اوس چاپ شوې. دا لارښود کوم علمي اثر نه دى، چې د علمي اۤثارو معتاد لوستونکي په سترګو لګېدو له واره ورلاس کړي.

دا زموږ له عملي ژوند سره مستقيمه، بلکې نېژدې اړيکه لري او هغه دا ده، چې له دې لارښوده موږ عملي استفاده کوو.

(کابل لارښود) بس د کابل هر اړخيزه اشنايي ده. په دې کې د کابل دولتي، نادولتي روغتونونه، ښوونځي، پوهنتونونه، خپرونې، راديوګانې، زرګرۍ، د ژباړې دفترونه، سيل ځايونه،  د موټر چلونې او د ژباړې تر مرکزونو تقريبا هر څه راغلي.

په (کابل لارښود) کې ىواځې د دې ټولو ځايونو پتې، برېښليکونه او تليفون شمېرې راغلې دي او تفصيل پکې نشته، ځکه چې داسې اثارو کله ناکله په بېړه کې کارېږي او په بيړه کې سړى تفصيلات نه شي لوستى. بل دا اثر د اړتيا پر اساس رامنځته شوى؛ نو اضافي معلومات يې اهميت ته نقصان رسوي.

احمد شاه وحدت دا ټول موارد ډلبندي کړي دي. مثلا: د روغتونونو په کټګورۍکې يې د کابل روغتونونه راوړي او د پوهنتونونو په کټګورۍ کې يې پوهنتونونه. بيا ىې دا په دولتي او نادولتي هم ويشلي. ډلبندۍ لوستونکي/حاجتمن ته کار نور هم اسانوي.

زموږ ذهنونه چې له علمي اثارو سره عادي شوي، ښايي داسې لارښود راته عادي/سطحي او فضول ښکاره شي؛ خو دا راته مستقيما ګټه رسوي او عملا مو پکار راځي. مثلا: يوه سړي ته ناروغ پروت وي او روغتون ورته معلوم نه وي؛ نو له دې لارښوده په اسانه د کابل روغتونونه پيدا کولاى شي. همداسې ښوونځي او نور هم درواخله.

داسې کتابونه چې عملي ګټه لري او هر وخت پکارېداى شي، د ژبې په ترويج کې مهم نقش لري. د ژبو په پرمختګ کې علمي او هنري اثار هله لوى لاس لري، چې ژبه دود شي او د ژبې د دودلو لپاره داسې اثار رامنځته کول پکار دي، چې انسان ته عملي او سملاسي ګټه ورسوي او انسان يې لوست ته اړ وځي.

(کابل لارښود) د اثر نوم دى، چې د پارسي د (رهنمود/رهنماى کابل) اغېز پرې پروت دى. په دري کې که له (کابل) يا (رهنما) نه (ره) لرې شي، (نمود) او (نما) پاتې کېږي، چې په (نمود کابل) يا (کابل نما) کې يې هغه مانا نه پاتېږي او مانيز زيان لري. (کابل نما) خو بېخي د (کابل ډوله) مانا ښندي. په پښتو کې هم د دري غوندې (لارښوونه) اصطلاحي/استعاري ترکيب دى؛ خو په پښتو کې د دري هومره پوخ ترکيب نه دى، چې ودې نه پاشل شي. په پښتو کې دا دود عام دى، ځکه نو (کابل لارښود) مانيزه نيمګړتيا لري او پکار وه، چې (کابلښود) واى.

بل د ټولګې ډيزان دى. ډيزاين يې په منځني کچ دى. عموما دا ډول اثارکه ډېر پېړ نه وي؛ نو د جيبي کتابچې په کچ چاپېږي، چې سړى هر چېرته ځي، چې په جېب کې ورسره وي؛ خو که د ده غوندې پېړ وي، بيا په لوى کچ چاپېږي، چې په کور کې پروت وي او د اړتيا په وخت په اسانه پيدا شي، په نورو کتابونو کې ورک نه شي.

د دې لارښود کاغذ هم ډېر بد نه دى؛ خو داسې اثار چې عملا ډېر کارېږي او په لاسونو کې اوړي رااوړي، په ډېر ښه کاغذ کې چاپېږي، چې له بيا بيا کارولو سره ونه شړېږي.

عکسونه هم پکې شته؛ خو ډېر کم دي. که امکان واى او له هر ځاى او هر مرکز سره خپل عکس هم راغلى واى؛ نو يو خو به د عکس له مخې هغه ځاى په اسانه پيدا کېداى، بل به يې اشنا او نااشنا خلکو ته د کابل مثبت تصور ورکولاى، مينه به يې ورسره پيدا کېداى او له استفادې سره سره به ترې خلکو څه نا څه خوند هم اخىستاى.

داسې ټولګو ته په هر ولايت کې اړتيا ده، چې خلکو ته هلته په اوسېدو يا مسافرۍ کې لارښوونه وکړي او په زړونو کې يې د هېوادپالنې ګلان راوټوکوي.

څرنګه چې د ځايونو پتې او شمېرې بدلېږي؛ نو داسې ټولګې وخت په وخت نوي کېده غواړي.

2 thoughts on “کابل لارښود/ اجمل ښکلى”
  1. منلی ښکلی
    کابل لارښود لکه کابل پوهنتون ، کابل ښار، شېرشاه مېنه… ټاکنده نومغونډ عبارۀ ثابت اسمی)دی له کابل ښود سره مانيز نه، بلکې جوليز يا وييرغاونيز توپير لري او ستا په خبره ناشننوړ تړنگ(ترکيب)دی(وييپوهنه ۷۰۹ مخ). پارسي -نما دواړې ماناوې لري! مينه او مننه ستا زيار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *