د الکوزي ایلیټ کپ سیالیو په ترڅ کې نن د زرملوال په لوبغالي کې د خوست او لغمان لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه. د لوبې پچه خوست لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. دوی د سیالۍ په ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۹۹ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۰۰ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې شوکت زمان ۴۸ او رحیم منګل ۴۵ منډې جوړې کړې. د لغمان توپ اچونکو له خوا احمد ضیاء د سیالې لوبډلې ۶ او رشید ناصر یو لوبغاړی وسوځاوه.

لغمان لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۳۷ اوور کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې شفیق الله شفق ۷۲ او مرتضی ۴۰ منډې جوړې کړې. د سیالۍ غوره لوبغاړی احمد ضیاء ونومول شو.

د سلیم کاروان په لوبغالي کې د کابل او لوګر لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه. د لوبې پچه لوګر لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه. کابل لوبډلې په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې ۳۲۴ منډې جوړې او لوګر لوبډلې ته یې د ۳۲۵ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې حضرت الله ځاځي ۱۳۰ او الطاف ۵۶ منډې جوړې کړې. د لوګر توپ اچونکو لخوا فضل الحق د سیالې لوبډلې ۳ او داود احمدزي ۲ لوبغاړي وسوځول.

لوګر ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د سیالۍ په ۴۳ اورونو کې یې ۲۵۰ منډې جوړې او سیالي یې د کابل په ګټه پای ته ورسوله. د لوګر لخوا محب الله ۸۲ او ضیاءالحق ۵۸ منډې جوړې کړې. د کابل لخوا نورالحق د سیالې لوبډلې ۳ او روښان ۲ لوبغاړي وسوځول. د سیالۍ غوره لوبغاړی حضرت الله ځاځی ونومول شو.

1د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزی وایي چې، د لومړي ځل لپاره په ولایتي ایلیټ کپ سیالیو کې د ملي لوبډلې لوبغاړي لوبه کوي چې نه یوازې د لوبغاړو په تمریناتو اغیزه کوي بلکه ځوان لوبغاړي هم د پخوانیو لوبغاړو له تجربو څخه زده کړه کولای شي. نوموړي د سیالیو جریان ګټور او په هیواد کې یې د کرکټ راتلونکی روښانه وباله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *