تاند، شنبه د چنګاښ ۲۹ مه: د افغانستان له ټاکنو څخه د ملاتړ ډله وايي، ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله دې ډاډ ورکړي چې ټاکنیزو کمېسیونونو ته د ټاکنو د مدیریت بشپړ صلاحیتونه ورکړل شوي دي.
افغانستان کې د اروپا، المان، جاپان، بریټانیا، امریکا او ملګرو ملتونو سفیران له ټاکنو څخه د ملاتړ ډلې غړي دي، دوی وايي له ولسمشر غني او عبدالله سره لیدنه کې یې له دواړو مشرانو غوښتي چې د ولسمشرۍ د نوماندانو او دولتي مسوولانو په حیث دې خپل رول څرګند کړي.
دغې ډلې له حکومتي مشرانو غوښتي چې د ولسمشرۍ د نوماندانو په حیث دې نورو ته هم د یو غوره مثال په توګه رول ادا کړي او پر ټاکنو دې د خلکو د باور او اعتماد بیا جوړولو لپاره لاس په کار شي.
دغو سفیرانو د حکومت لخوا د ټاکنو اعلان شوې یوې لویې برخې بودیجې ورکړې ته د ژمنتیا ښودلو هرکلی هم کړی دی، خو زیاته کړې یې ده چې اړتیا ده څو د ټاکنیزو کمېسیونونو خپلواکي هم وساتل شي.
دغې ډلې په دې تړاو پرون جمعه ناوخته یوه اعلامیه هم ورکړې او ویلي یې دي چې د ټاکنو پروسه کې ټول بدلونونه په ژور ډول ارزوي.
د ولسمشرۍ ټاکنې د راروانې میزان میاشتې په ۶مه ټول هېواد کې د ۱۸ کاندیدانو تر منځ ترسره کېدونکې دي چې ۱۴۹ میلیونه ډالر بودیجه ورته تصویب شوې ده.
له دې جملې څخه د ټاکنو د ۹۰ میلیونه ډالرو بودیجې ورکړې ته حکومت اوږه ورکړې، ۲۹ میلیونه ډالر یې امریکا پر غاړه واخیستل او پاتې نورې پیسې به نړیواله ټولنه افغانستان ته ورکړي.
د ټاکنو کمېسیون وايي، خپل حساس توکي یې دا مهال ډنمارک کې تر چاپ لاندې دي او حکومت ورته ۱۷ زره پرمختللې بایومټریک دستګاوې هم راغوښتې دي.
if your intelligent stop corruption/afghans can do every thing correctly.
if you leave alone afghans, they will fix every things good.
afghans knows who working for them honestly.ashraf ghani.
zendabad united afghanistan