تاند، جمعه، د حوت ۹مه: په کابل کې د اهل هنودو استازي وايي، تېره شپه په کارته پروان کې د سیکانو یو کور ته ناپېژانده وسله وال ور اوښتي او د یوې مېرمنې له وژلو وروسته یې ټول کور لوټلی دی.

په ولسي جرګه کې د اهل هنودو استازی نریندر سینګ خالصه تاند ته وايي، پېښه تېره شپه په کارته پروان سیمه کې شوې ده او وسله والو په کور کې د پردیکا په نوم یوه مېرمن وژلې، له ۳۰ تر ۴۰ زرو ډالرو پیسې یې ترې تښتولي او نورې ګاڼې یې هم ترې وړې دي.

نوموړی وايي، دغه مېرمن تازه له هندوستانه راګرځېدلې وه او باید چې حکومت د هندوانو د امنیت خوندیتوب تر څنګ د دغې ښځې قاتلانو ته سزا ورکړي.

بلخوا د کابل امنیه قومنداني تاند ته پېښه تاییدوي خو وايي، په اړه یې پلټنې روانې دي او ژر به قاتلان ونیول شي.

دا له ۲۰۱۸ کال وروسته افغانستان کې د هندوانود وژنې بله پېښه ده چې ترسره کېږي.

په هغه کال ولسشمر غني ته ورتلونکو هندوانو باندې جلال اباد کې چاودنه وشوه چې نږدې ۱۹ تنه یې مړه او ټپیان شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *