تاند، شنبه، د عقرب ۱۸مه: د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د نسیم سګ په نوم د وسله والو غلو د یو سربانډ د نیولو خبر ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې نسیم سګ به ۱۳مې او ۱۸مې ناحیه کې وسله والې غلاوې، لارشکونې او چپاولګري کوله چې د پولیسو لخوا په اوپراتیفي عملیاتو کې له ۱۳مې ناحیې څخه بالفعل له یوې برچې سره نیول شوی دی.

ښاغلی رحیمي وايي، په نسیم سګ یا په سپي نسیم مشهور دغه کس په لومړنیو پلټنو کې د موبایلونو د تښتونې، وسله والو غلاو او لار شکونې په جرمونو اعتراف کړی دی، خو په وینا یې چې لا زیاتې پلټنې به هم ترې وکړي.

کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د کابل ګڼ وسله وال غله او مجرمین یا په مخامخ نښتو کې وژلي یا یې هم نیولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *