تاند- د کابل پولیسو د چلم څکولو پر کافیانو برید وکړ او د دې عمل د مخنیوي لپاره یې چیلمونه ضبط کړل.

چیلم له ډېرو کلونو راهیسي په افغانستان، په تېره بیا کلیوالیو سیمو کې دود دی خو په وروستیو کلونو کې له ایران څخه د قلیون په نوم د افغانستان ښارونو ته وارد شوی او ډېر ځلي پکې تریاک هم استعمالېږي.

افغان پولیس تر ډېره په امنیتي چارو بوخت دي او د ټولنیزو مفاسدو د مخنیوي لپاره لږ وخت ترلاسه کوي.

خو په همدې منځ کې ځیني ادعا کوي چې چیلم یا د دوی په ژبه قلیون د ځوانانو د یوځای کېدو او بانډار لپاره پلمه جوړوي.

خو امنیتي مسوولان وايي چې دا ډول کافیانې د جنایتونو او مفاسدو د ترویج مرکزونه دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په مشرۍ پولیس په پام کې لري چې د لومړي ځل لپاره روانه اوونۍ د کابل ښار په مختلفو سیمو کې د چیلم د مرکزونو د مخنیوي لپاره مبارزه وکړي او په دې توګه هغه قانون عملي کړي چې دوه کاله پخوا تصویب شوی و او پر اساس یې ویل شوي چې په سرپټو او بندو ځایونو کې د دخانیاتو استعمال منع دی.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي وویل«موږ باید د چلیم څکولو کافیانې بندې کړو. افغانستان یوه مذهبي او اسلامي ټولنه ده، زموږ ځوانان باید خپل وخت او انرژي په خرابو لارو مصرف نه کړي»

خو د پولیسو د دې اقدام ځینو مخالفانو رسنیو ته ویلي چې امنیتي خواکونه باید خپل وخت د انتحاري حملو په مخنیوي ولګوي.

One thought on “کابل پولیسو د چیلم څکوونکو پر کافیانو چاپې واچوبې”
  1. د قيلون څکونکو په اړه انتهايي تشويشناک تحقيق

    نيويارک خبري څانګه… زمونږ د ځوانانو تازه راګيرونکی فيشن قيلون يا عصري چيلم دی چه کشونکی يي ځان د فلم هلک احساسوي خو کچيری هغوۍ ته ددی کار خطرناک عواقب معلوم شي نو نوم به يي په خوله وانخلي.
    ساينسي تحقيق دا خبره ثابته کړيده چه په يو ناسته کی قيلون څکل داسی ده لکه چع په مسلسل ډول 20-40 پوری سګرټ وڅکوی. د پوهانو په اند کچيری دا د چيلم په ډول چه پکښی تمباکو په سکروايښودل او څکل کيګی او يا په قيلون کی چه په هغه کی لوګی په مختلفو کيمياوي موادو باندی ککړ وي او له اوبو تير شي په دواړو حالتونوکی پدی کی زهري بينرين پيدا کيګي چه د وينی د سرطان د ځيګر او سږو د امراضو باعث کيګي.
    په تحقيق کی د شاملو 105 ځوانانو د متيازو په نمونه کی د SPMA کيميايي موادو مقدار د نورمال حالت په پرتله څلور چنده زيات وليدل شو چه دا انتهايي تشويشناک حالت دی.
    پوهانو پدی خبره افسوس ښکاره کړی چه اکثره ځوانان صرف د فيشن په شوق خپل بدن ته زهر داخلوي.
    دا تحقيق په ساينسي مجله cancer epidemiology کی خپور شويدی او په ځوانانو زور راوړل شوی تر څو هغوۍ د قيلون د وژونکو تاثيراتو په اړه د پوهاوي لپاره ددی مجلی وطالعه وکړي.
    په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *