میرویس جلالزی- افغان حکومت وایي په پلازمینه کې د جنایي جرمونو کچه د تیرو میاشتو په پرتله ختلې ده .
په دغو جرمونو کې طالبان نه بلکې هغه تباه کوونکي او جنایتکاره ډلې ښکیلې بلل کیږي چې د پیسو د لاس ته راوړلو لپاره شوکې کوي، خلګ تښتوي او وژني يې.
د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، په وروستۍ یوه میاشت کې په پلازمینه کې جنایي جرمونه زیات شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي هره ورځ تر لسو پوري جنایي پیښي د کابل په بیلا بیلو سیمو کې رامنځ ته کیږي.
د وزارت نطاق صدیق صدیقي وايي دا چې پلازمینه کې جرمي کچه ختلي ده لوی لامل یي له طالبانو سره په جګړه کې د پولیسو بي حده بوختیا ده .
د صدیقي په خبره، پولیس له طالبانو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې په جګړه دي او له جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د دوي حضور کم شوی دی.
په همدې حال کې د کابل پولیسو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د یوې تښتونکي ډلي د دړې وړي کولو خبر ورکړ.
کابل پولیس مشر جنرال عبدالرحمان رحیمي وویل چې دوي هغه ۶ کلنه نجلۍ له تښتونکو خلاصه کړي کومه چې یې له پغمان څخه تښتولي وه.
رحیمي وویل یو تن تښتونکی نیول شوی او د نورو ملګرو لټون یي د جنایي پولیسو له لوري روان دی.
دغه نجلۍ له تفریحي پغمان ولسوالۍ څخه کله چې له کوره مدرسې ته روانه وه تښتول شوي وه.