تاند، دوشنبه، د اسد ۱۴مه: کابل پوهنتون د تېر کال د قومي نښتو او اخ و ډب په تړاو دولس محصلین د تل لپاره اخراج کړل.

په دې تړاو د کابل پوهنتون لخوا تاند ته استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، کابل پوهنتون کې تېر کال د لیلیې د محصلینو تر  قومي نښتو وروسته د روان کال د حمل په ۱۸مه علمي شورا پرېکړه وکړه چې په نښتو کې ښکېل او پېژندل شوي محصلین باید اخراج شي، چې وروسته دا پرېکړه د ثور په ۲۱مه د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ شورا لخوا تصویب شوه.

 د پرېکړې له مخې عطاالرحمن ولد محمد امان د شرعیاتو پوهنځي د څلورم کال محصل، فضل الرحمن ولد عبدالرحمن د شرعیاتو پوهنځي د څلورم کال محصل، قدرت الله ولد عبدالبصیر د ښکلو هنرونو پوهنځي د څلورم کال محصل، طیب الله ولد عبدالبصیر د جیولوژي پوهنځي د څلورم کال محصل، محمد داوود ولد علي مدد د ښکلو هنرونو پوهنځي د څلورم کال محصل، نورعلي پناهي ولد ناصرعلي د چاپیریال پوهنې د څلورم کال محصل، یونس ولد عاشور علي د فزیک څانګې د څلورم کال محصل، غلام حسین ولد غلام رضا د کمپيوټرساینس د څلورم کال محصل، احمد ولد بوستان د وترنرۍ د څلورم کال محصل او مهدي ولد احمدعلي د انجینرۍ د څلورم کال محصل د لیلیې د مقرراتو ماتولو، ګډوډۍ او ډسپلین د نه مراعت په جرم له کابل پوهنتون څخه د تل لپاره اخراج شوي دي.

دغه راز شجاع الرحمن ولد عزیز الرحمن د عربي څانګې د دویم کال محصل او احمد نعمان د صالح محمد زوی د دري ادبیاتو د لومړي کال محصل د پوهنتون د سپکاوي، توهین او اکاډمیک چاپېریال د ګډوډۍ په جرم له پوهنتونه شړل شوي دي.

کابل پوهنتون کې د تېر ۱۳۹۷ کال د عقرب په ۲۴مه قومي نښته وشوه چې په کې ۱۳ محصلین د نښتې او اخ و ډب د عاملینو په توګه پېژندل شوي وو.

 کابل پوهنتون له همغې ورځې راهیسې له لیلیې څخه ټول محصلین وویستل او اوس یې چې د نښتې عامل محصلین شړلي دي، وايي، دا کار یې د نورو داسې پېښو د مخنیوي لپاره کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *