تاند، دوشنبه، د میزان اوله: د سولې په چارو کې د دولت وزارت چین ته د طالبانو د نهه کسیز پلاوي د سفرپه غبرګون ویلی، طالبان دې نورو هېوادونو ته د سفرونو پر ځای له حکومت سره خبرې وکړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، د نورو دروازو ته درېدل پایله نه ورکوي، بلکې په وینا یې چې د افغان لانجې د هواري لپاره باید افغانان پخپلو کې سره راټول شي.
د سولې د خبرو له ماتېدو وروسته د افغاني مذاکراتو پیل د ګڼو لوریو لومړنۍ غوښتنه ګرځېدلې، خو طالبانو بیا له هغه وخته چې حکومت ورته د خبرو وړاندیزونه کړي دي، دغې غوښتنې ته اعتنا نه ده کړې.
طالبان د امریکا د ولسمشر ټرمپ له لري د مذاکراتو تر لغوه کولو وروسته تر دې دمه روسیې، ایران او چین ته تللي او پاکستان ته به هم سفر وکړي ترڅو د دغو هېوادونوله لارې امریکا د سولې مذاکراتو بیا پيلولو ته وهڅوي.