تاند- د کابل سرپرست ښاروال په پلازمېنه کې د بیروبار او بې نظمۍ د کمولو لپاره خپل پلان اعلان کړ.

د کابل د سرپرست ښاروال عبدالله حبیبري د وړاندې شوي پلان پر اساس به منظم ښاري بسونه په فعالیت پیل وکړي، لاسپلورونکي، لاسګاډي او سمینټي خنډونه یا موانع به له څنګلارو (پیاده رو) څخه لېري کړي.

ښاغلي حبیبري نن /چهارشنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل، هغو کسانو او ادارو ته، چې په امنیتي پلمه غواړي کوڅې او واټونه بند کړي، دومره لوړ محصول ټاکي چې په اسانه یې ادا نه کړای شي.

ده دا هم وویل چې د دولتي چارواکو د ساتنې لپاره یې حکومت ته یوه طرحه وړاندې کړې چې پر اساس به یې د چارواکو د کورونو  مخته سمینټي دېوالونه او خنډونه منع شي.

د کابل سرپرست ښاروال په ښار کې د ترافیکي نظم د رامنځته تګ، د بیروبار او چاپیریالي ککړتیا د کمولو لپاره د منظمو ښاري بسونو د پیلولو ژمنه وکړه او ویې ویل چې په ښار کې د بسونو لپاره د تمځایونو د جوړولو کار له تېرې اوونۍ راهیسي عملاً پیل شوی دی.

ښاغلي حبیبزي دا هم وویل چې د کابل د ترافیکو پولیس به، چې اوس په کورنیو چارو وزارت پوري تړلي، له ښاروالۍ سره وتړل شي.

تر دې پخوا د ښار په کوڅو او واټونو کې د سمنټي دېوالونو او خنډونو د لېري کېدو هڅې شوي خو بریالۍ نه وې.

2 thoughts on “کابل ښاروال: سمینټي خنډونه لیري کوو، ښاري بسونه فعالوو”
  1. د کابل ښاروالي ته یو څو وړاندیزونه
    زه پداسې حال کې چې د ښاغلي ښاروال د نوښت او ښو خدمتونو ملاتړ کوم، دوی او د افغانستان ټول شریف ملت ته په ډیر درنښت سره وړاندیز کوم:
    مونږ په یوویشتمه پیړۍ کې ژوند کوو او زمونږ نړۍ نن دومره کوچنۍ شویده لکه یو کلي چې په یوه کورکې څه پيښيږي په پنځو دقیقو کې د نړۍ په بل کونج کې ترې خبریږو. که زمونږ پلازمینه جوړه ، ښایسته او مصوونه وي ، زمونږ هیواد به آرامه او زمونږ هیوادوال به هوسا وي. که پلازمینه نا آرامه او هره ورځ وژل، غلا ، زور واکي ، بینظمی وي ، زمونږ ټول هیواد وال به ځان مصؤن نه احساسوی. پدې اساس راځي تر ټولو دمخه د هیواد پلازمینه جوړه اوهوسا کړو. په ګاونډي ایران کې احمدي نژاد د تهران یومبتکرشخص وو چې د تهران ټول ترافیکی نظم یی خوندي کړ چې بیا د خپل خدمت په نیتجه کې د ایران ولسمشر وټاکل شو.
    همداراز رجیب طیب اردوګان د استانبول له ښاروالی او فوق العاده خدماتونه وروسته دادی د خپل هیواد یو محبوب القلوب ولسمشر دی .
    زما په نظر که کابل ښار پولیسو ته د قانون په چوکاټ کې فوق العاده صلاحیت ورکړل شي ، د ټولو ناخوالو ، بې امنیتيو ، غلو ، قانون ماتوونکو ، داړه مارانو ، جنګسالارانو مخه به ونیول شي.
    زما مقصد د کابل ښار ټول پولیس دی . که یو قوي ، خپلواک او روزل شوی ګارنیزیون ولرو، چې د ټول هیواد په کچه له ملی کادرونو نه جوړ شوی وي ، د ښار ټول امنیتي ارګانونه یی تر قوماندې لاندی وی او ټول فعالیتونه یواځې د قانون په چوکاټ کې وی هلته به ټول کارونه منظم شی.
    د کابل په ښار کې د پولیسو له اجازې پرته هیڅ ارګان سلاح ونه شي ګرځولی، که کوم مهم شخص لکه والی یا د دفاع او کورنیو چارو منسوبین له ښار نه دباندې اوسي او بیا ښار ته راځي باید خپله سلاح ښارته د ګارنیزیون ننوتو یا عبوري دروازو کې وسپاري ، د کابل ښاریانو امنیت به وساتل شی. د کابل ښار خلع سلاح یا بې وسلې کول باید ترټولو لومړی اقدام وي ، ترڅو سلاح ټوله نشي د کابل ښار نه امنیت تامینیدی شي نه اقتصادي پرمختګ صورت نیولی شي.
    د کابل پولیس دا صلاحیت ولري چې د مربوطه ارګان په اجازي سره یوه کوڅه ، یو کور ، یوه ناحیه تر کلکې څارنې لاندې ونیسي او تالاشي یې کړی .
    د قانون په مخکې باید هیڅ استثنی موجوده نه وي. د کابل ښار پولیس باید هر قوم او ژبې ویونکو هیوادوالو نمایندګي وکړي خو خصوصا په دو رسمي ژبو د خبرې کولو ، لیکلو توان ولري. له اداري فساد ، رشوت ، تبعیض ، قوم پرستي او سمت پرستي نه پاک وي.
    د امکان ترحده ټول نظامي قطعات که په هر ارګان پورې مربوط وي د کابل ښار نه د باندې او یا څنډو ته انتقال شي. هر ډول بې قانونه ، خپل سرو وسله والو ته د وسلو د تسلیمي وخت ورکړل شي ترڅو خپله وسله دولت ته تسلیم او په مقابل کې سند تر لاسه کړی که بیا هم څوک له وسلو سره ونیول شو ، شدیده جزا ورکړل شي.
    ټول ترانسپورتي وسایل بې له کومې استثنی په شمول د پارلمان غړو ، وزیرانو ، نظامی قوماندانانو ، خارجی دیپلوماتانو او خصوصا د افغانستان په امینت کې د ذیدخلوهیوادونو وسایل وڅارل شی. نن ورځ هیڅ دیپلومات او یا بل شخص د امنیتي مسایلو په ارتباط مصوونیت نه لري . حتی زمونږ ګاونډیان هم زمونږ لوړرتبه مامورین په خپلو نړیوالو هیوایی ډګرونو کې تر امنیتي دروازو لاندې تیروي،
    په بل اقدام کې د کابل ټول ښاریان ثبت او راجستر شي . د هغوی د اوسیدو ځاي د تلیفون نمبر ، کار او ټول مشخصات باید له پولیسو سره ثبت وی . که څوک له یوه ځایه بل ځای ته نقل مکان اوکډه کوی باید پولیسو ته اطلاع ورکړی. که له بل ځایه دوی کره میلمانه راځی باید پولیس پوه شي چې څوک له کومه ځایه راغی او چیرته اوسیږی.
    ورپسې ټول هغه کسان چې په ښار کې کراچۍ لري او یا د لارو په سر سودا خرڅوي باید له ښاره ټول شي که د دوی لپاره منظم سوداګریز مرکزونه امکان ولري هلته دې لاړ شی او که دا امکانات نه وي نو دوکاندارانو ته باید د لارې سر سوداګر مزاحمت ونه کړي.
    داهم امکان نه لري چې ټول هیواد وال د دوکانداران او سوداګر شي. او هرچیرته چې دوی وغواړی خپله سودا خرڅه کړی. د لارې سر خرڅونکي د ښاریانو امنیت خرابوی، خلکو ته مزاحمت کوي ، د ښار د ککړتیا سبب کیږي ، د ښار ښایست او نظم خرابوي، د هیواد اقتصاد ته زیان رسوی ، ځکه دوی له مالې او تکس ورکولو نه ځان خلاصوي. کوم کسان چې کثافات په معین ځاي کې نه غورځوی باید جریمه شی.
    تر امنیت وروسته اقتصادی او کلتوري خدمات هغه اړتیاوي دی چې کابل ښاریان او ټول هیوادوال ورته ضرورت لري.
    کله چې په ښار کې امنیت تامین شي نو بیا امنیتی دیوالونو او موانعو ته اړتیا نه لیدل کیږي.
    خو د دې اقداماتو لپاره لومړی یوه قوي اراده د دولت او د کابل ښاریانو له خوا وجود ولري. د کابل ښاروالۍ ، د کورنیو چارو وزارت ، ملی امنیت ، د فاع وزارت ، حج او اوقافو وزارت ،عدليې وزارت او نورو ذیدخلو ادارو په همکارۍ یوه قانونی مسوده جوړه او د پارلمان د دواړو مجلسونو په تایید د ولسمشر له خوا توشیح شي. کله چې د کابل ښاروالی د خلکو ، دولت او قانون ملاتړ له ځان سره ولري ، انشاالله مطمین یم په خپلو ټولو کارونو کې به بریالی وی او د افغانستان تاریخ به ستاسو نوم د تل لپاره ثبت کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *