کابل ښار چې د افغانستان تر بل هر ښار پکې زیاته ګڼه ګوڼه ده، ورځ تر بلې پکې د خلکو تګ راتګ ستونزمن کیږي.

دا چې کابل ښار نسبت امن او کار پکې زیات پيدا کیږي له همدې کبله زیاتو خلکو ښار ته مخه کړې ده.

خو ای کاش چې دې خلکو ښاري فرهنګ مراعت کولی نو ښار کې به دومره ستونزه نه وی.

کابل ښار کې که هر څوک اوسیږي او یا کابل ښار ته راغلی وي، حتما یې لیدلي چې د ښار په وآټونو وضعیت څه ډول دي.

دا سمه ده چې دا ښار به زیات ترافیک لري، د ترافیکو مسوولیت هم دی چې د ښار واټونو خلاص کړي او د موټرو ګڼه ګوڼه یا ازدحام جوړ نه شي، خو ترافیک به کوم واټ، جاده، فرعي او اصلي سړک ته رسیدګي وکړي؟

د ترافیکو مسوولیت دا دی چې پر خلکو ترافیکي قوانین تطبیق کړي، خو کابل ښار کې سرغړوونکي دومره ډیر دي چې که په یو قانون مراعت کوې او ځان ورسره مصروف کوي، لس نور ګډوډي جوړوي او د لارې بندۍ لامل کیږي.

د ښآر واټونو کې د ګڼې ګوڼې کمول یواځې د ترافیکو مسوولیت نه دی، بلکې خلک تر ترافیکو زیات مسوول دي.

که خلک ترافیکي قوانین مراعت کړي او بې ځایه و نه دریږي، بې لاسه لاړ نه شي، د سړک په منځ و نه دریږي، نو ښکاره ده چې ترافیکو ته به هیڅ ضرورت نه وي چې د سړک پر سر د موټرو کنټرول ته ودریږي.

نوره نړۍ کې ترافیک نشته چې د ښار په سړکونو ولاړ وي او ګڼه ګوڼه کمه کړي، نوره نړۍ کې هر څوک ترافیکي قوانین مراعت کوي او اړتیا نشته چې هر ځای ترافیک ودریږي او موټر پسې منډې ووهي.

همدا افغانان چې نورو هېوادونو ته لاړ شي، سم سړي شي، خو په خپل هېواد کې بیا هیڅ ډول قانون ته درناوی نه کوي.

که چیرې خلک خپل مسوولیت وپيژني، د سړک پر سر بې ځایه موټر و نه دروي، بې ځایه سپرلۍ پورته نه کړي، له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې موټر توقف او تم نه کړي، نو باور ولرئ چې هیڅ سړک او واټ کې به بیروبار نه وي.

دلته چې کله خلک لارې بندې کړي او ګڼه ګوڼه زیاته شي، بیا ترافیک ملامتوي چې خپل کار کې پاتې راغلي دي.

خو نه ګوري چې څوک په کومه لار تللی، څوک په کومه لار راغلی، څوک د سړک پرسر کراچي باندې سودا پلوري، څوک بې ځایه سپرلۍ پورته کوي، او بلاخره ویلی شو چې لار چا بنده کړې، ښکاره ده چې ټول ملامت موټر چلوونکي دي چې ترافیکي قوانین نه مراعت کوي.

کابل ښآر کې هر یو په دې هڅه کې وي چې تر بل مخکې لاړ شي، خو همدا بیړه بیا د ساعتونو ساعتونو لار بندیدو باندې اوړي او ټوله ورځ لار بنده وي.

نو خپل مسوولیت وپيژنئ، ترافیک نه شي کولی تاسو انسانان کړي، تاسو خپله انسانان شئ، د ترافیکو مسوولیت له سرغړوونکو سره قانوني چلند دی، خو دا چې دلته ټول سرغړوونکي دي، کوم باندې یې قانون تطبیق کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *