تاند، یکشنبه، د حمل ۱۰مه: کابل کې د قرنطین په لومړۍ ورځ که څه هم یو شمېر ډیرې هټۍ او سوداګریز مارکېټونه تړلي وو، خو د خلکو تګ راتګ کې ډېر کمښت نه په سترګو کېده.

روغتیايي او امنیتي چارواکو په کلکه له کابل مېشتو غوښتي چې د قرنطین په موده کې خپلو کورونو کې پاتې شي او پرته له اړتیا له کوره بهر نشي.

کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا په ټینګه خبرداری ورکړی چې د پولیسو له لوري کابل ښار کې قیودات سختېږي او له خلکو یې غوښتي چې کورونو کې پاتې شي.

بلخوا د کابل ښاروالۍ هم وایي په جدي ډول یې د غیر ضروري اصنافو د فعالیت په تړلو پیل کړی دی.
کابل ښاروالۍ پر خپله فیسبوک پاڼه خبرداری ورکړی سر له نن څخه په کابل کې پر تګ راتګ بندیز د پلي کیدو وړ دی.

د ښاروالۍ په وینا د قرنطین په موده کې به پرته له پلورنځیو او سوپر مارکیټونو څخه چې خواړه او نور خام توکي پلوري نور ټول ښار بند کړي.

ښاروالۍ ویلي، د پریکړې له مخې به په ښار کې د غیر ضروري اجتماعي فعالیتونو مخنیوي ته سر له نن څخه دوام ورکړي.

بله غاړه په داسې حال کې چې له یوې خوا کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالي د خلکو په تګ را تګ لاډېر بندیز لګوي، بلخوا افغان حکومت لا هم بې وزلو کورنیو سره د قرنطین په موده کې د مرستې کوم واضع پلان نلري.

افغانستان د تازه شمیرو له مخې د کورونا ۱۱۷ ناروغان لري او د ۴ کسانو د مړینې تر څنګ ۵ نور ترې رغېدلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *