نن د بابای ملت ایلیټ جام سیالیو په ترڅ کې د کابل ولایتي لوبډلې د کندهار لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ددغو سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره وموندله.

ددغې لوبې پچه د کابل لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د کندهار لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. د کندهار لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره د لوبې تر وروستي اووره ۲۰۸ منډې جوړې او کابل ته یې د ۲۰۹ منډو هدف ورکړ. ددوی له ډلې سمیع آغا ۵۲ او نوین الحق ۳۴ منډې جوړې کړې. د کابل توپ اچونکو له لوري انعام څلور او منیر د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.

کابل ورکړل شوی هدف د لوبې په ۴۷ اوور کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې نثار ۷۱، رفیق ۳۲ او ایمل ۳۱ منډې جوړې کړې. د کندهار له لوري نوین ۲ او علم هم دوه لوبغاړي وسوځول.

نثار د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد دواړو لوبډلو ته د ښې لوبې له امله مبارکي ووییله. نوموړي د ټولو لوبغاړو له غوره استعدادونو او د سیالیو په بهیر کې د غوره کارکردګۍ ستاینه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *