سید غفوراحمد (جاوید )
له کله نه چې په افغانستان کې دسولي پروسي لپاره هلي ځلې شروع شوي دي نو ددي لپاره مختلفو هېوادونو هم مختلفي ناستي او کنفرانسونه رابللې دي او هڅې یې کړي دي چې په افغانستان کې دسولي لپاره هلي ځلي وکړي خو متاسفانه تر اوسه پورې دي هڅو کومه ځانګړې نتیجه ورنکړه او علت یې هم شاید دا وي چې خپله افغانان د دي پروسو په رهبرۍ کې هغسي چې باید شریک وی شریک نه وه .
کابل کنفرانس پروسه چې د 1396 کال دجوزا میاشتي په 16 لومړی ځل په کابل کې د 24 هېوادونو او 3 نړیوالو سازمانونو داستازو ترمنځ پیل شوه موخه یې دا ده چې دافغانستان دسولي او ثبات لپاره داسي یو چتر رامنځ ته کړې ترڅو وکولې شي چې دافغانستان دسولي او ثبات لپاره روانې هلي ځلې تر یو چتر لاندي همغږې او د افغانانو تر مشرۍ لاندي مخته بوزي .
چې په همدي موخه د روانې پروسي دوهمه ناسته به په راتلونکو څو ورځو کې کابل کې ترسره شي چې داړونده سیمه ایزو ، نړیوالو هېوادونو داستازو ترڅنګ به یې دنړیوالو سازمانونو لکه اروپایې ټولنه ، ناټو او ملګرې ملتونو استازي هم ګډونوال وي .
دا ځل به په دی کنفرانس کې افغان حکومت د افغانستان دسولي او ثبات لپاره خپله طرحه او تګلاره وړاندي کړې ترڅو دنړیوالو او سیمه ایزو هېوادونو ملاتړ خپل کړې اود یوي واحدي تګلاري له مخې وکولي شي دافغانستان دسولي اوثبات لپاره ګامونه ګړندي کړې او یوه مثبته نتیجه چې دافغانستان دملي ګټو په رڼا کې وي تر لاسه کړې چې همدي موخو ته درسیدو لپاره کابل کنفرانس تر نورو پروسو شاید دافغانستان دسولي او ثبات لپاره موثر تمام شي.
لومړي
دافغانستان مسله ترنوورو نړیوالو افغانان خپله ښه درک کوولي شي او همدي درک ته په کتو سره افغانان پوهیږي چې څنګه یو طرحه نړیوالو ته وړاندي کړې ترڅو دهغوۍ دملاتړ په نتیجه کې وکولي شي افغانستان ته سوله او ثبات راولي چې ښه بیلګه یې هم دحزب اسلامې سره دسولي دپروسي بریالۍ پای ته رسول یادولي شو ځکه دحزب اسلامي سره دبین الافغاني سولي له لاري افغان حکومت نتیجې ته ورسیدلو او په دي وتوانیدلو چې حزب اسلامې امیر کابل ته راشي او دجګړې پرځای سیاسي لار غوره او له دی لاري خپل فعالیتونه ترسره کړي چې خوشبختانه ښه نتیجه یې هم ورکړه نو اوس دا افغان حکومت او ولس هغه داعیه لا قوې کوې چې وایې دسولي پروسي ټول اړخونه باید د افغانانو تر مشرۍ لاندې مخته یوړل شي ترڅو یوه مثبته نتیجه په لاس راشي.
دوهم
کله چې افغانان خپله دسولي هڅې په خپله مشرۍ مخته بیایې طبعیې خبره ده چې دلته به افغانانو ته یوازي دهغوۍ ملي ګټې ارزښت لري او پروسه به په هغه توګه مخته بیول کېږي چې په واقعې ډول سره به دسولي پروسه وې او دا به یوازي دافغانانو ګټې به نظر کې نیسي بلکې پروسه به پروژه نه وې چې یو شمیر نورې کړۍ دطالبانو او نورو ډلو څخه دخپلو ملې ګټو لپاره ګټنه وکړې بلکې دسولي دپروسي محور به یوازي ملې ګټې وي نه نوري .
دریم
بله مهمه مسله په دي کنفرانس کې دمالکیت حق دی او افغانان باید دا مالکیت ولري نه د اچې نور هېوادونه د دوۍ دستونزو په اړه خبرې وکړې لکه په ورستیو کې چې پاکستان او روسیې اعلان وکړ چې دوۍ غواړې دافغانستان دستونزو په اړه له یو بل سره خبرې وکړې نو دا زیاته مهمه ده چې د افغانستان دسولي له هري پروسي باید هرکلي وشي خو مهمه مسله باید دا وي چې دا پروسه باید دافغانانو په مشرۍ وې ترڅو افغان ولس له دې څخه نظارت وکړې او ترڅنګ یې هغه قربانیو ته درناوي وشي د کومو له امله چې مونږ نن د یو نظام او اساس څښتنان یو او د نړۍ د تمرکز ټکی یو ځکه په دي تګلاره کې افغان حکومت دافغانستان دمختلفو قشرنو او سیاسي رهبرانو نظرونه هم راټول کړې دي او ولسمشر په همدي اړه له سیاسي مشرانو سره بیلابیلې ناستي درلودي ترڅو دهغوۍ دنظر په اجماع کې داسي یو تګلاره نړیوالې ټولنې ته وړاندي کړې چې دملې ګټو په چوکاټ کې وي او موثریت لا زیات وي او ترڅنګ یې په هېواد کې په پراخه کچه ملاتړ له ځانه سره ولرې.
څلورم
د جګړې علتونه او عوامل دا هغه مهم بحث دی چې اوس له ټولې نړۍ خپله افغانان په دې ښه پوهېږي او دا یې درک کړي ده چې څنګه او له کوم ځایه روانه جګړه زور اخلې او څنګه دا جګړه دافغانانو قربانې اخلې چې همدي اصل ته په کتو سره به افغان حکومت داسي طرحه ددي کنفرانس له لاري وړاندې کړې چې ټول هغه څه په کې روښانه وې کوم چې دپه هېواد کې دجګړې او د بي ثباتۍ اصلي علتونه دي.
پایله
نو پورته ټکو ته په کتو سره هیله کېږي چې داځل افغان حکومت په دي کنفرانس کې له نړیوالو شریکانو سره ټول هغه مسایل په روښانه ټکو کې تر بحث لاندې ونیسې کوم چې ورځ تربلې به افغانستان کې دنا امنۍ لامل کېږي ځکه په افغانستان کې روانه جګړه دنړیوال تروریزم سره جګړه ده او نړیوال هم مسول دي ترڅو په دي برخه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړې ټول هغه مسایل درک کړي دکومو له امله چې مونږ هره ورځ خپل هېوادوال قربانې ورکوو .