تاند، جمعه د جدي ۶ مه: د افغانستان امریکایي پوهنتون مسوولان په راتلونکي کال کې د تمویلونو د کمیدو د وېرې له امله دا پوهنتون د راتلونکي ۲۰۲۰ کال لپاره تړل غواړي.
سرچینو CNN ته ویلي احتمال شته چې د متحده آیالاتو نړیوالې پراختیا اداره (USAID) راتلونکي کال ته پر دغه پوهنتون خپلې ۶۰ سلنه مرستې ودروي.
پوهنتون دا مهال شاوخوا ۲۸ ملیونه ډالر کلنۍ بودیجه کاروي چې ۶۰ سلنه یې د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې لخوا تمویلیږي.
د امریکایی پوهنتون مالي ملاتړو ویلي دي چې دغه اداره باید له دې وروسته د خپلو داخلي زده کړیزو برنامو له لارې د ځان بسیاینې لپاره هڅې وکړي.
د افغانستان امریکایي پوهنتون د طالبانو د رژیم له رانسکورېدو دوه کاله وروسته د متحده ایالاتو د لومړۍ میرمن لورا بوش لخوا تاسیس شو.
پوهنتون د افغانستان ترټولو نامتو تعلیمي موسسه ده او د هغې ډیری پروفیسوران د لویدیځ تعلیم یافته دي.