دغه غونډه چې د لوی افغانستان ولسي خوځښت لخوا د کتاب ښار د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه پکې لسګونو تنو نارينه او ښځينه ليکوالانو،شاعرانو او د ادب مينه والو ګډون کړی و.

د غونډې په سر کې د لوی افغانستان ولسي خوځښت اجرايوي مرستيال صفت ځواک د ښه راغلاست وينا ترڅنګ د لوی افغانستان ولسي خوځښت مشر ايمل څړوال رالېږل شوی پيغام ولوست او د لطيف بهاند پر فکري مبارزې او د هغه په ادبي ژوند او نقد يې مفصله وينا واوروله.

نوموړي زياته کړه:(( پخوا موږ د هغو مړو شویو ټولنو په قطار کې شمېرل شوي و چې يوازې به مو د مړو کادرونو ستاينه کوله خو اوس د خوښۍ ځای دی چې په ژوندۍ ټولنه کې ژوند کوو او د ژونديو اتلانو او ادبي سټو د دوی نمانځنه د دوی په ژوند کې کوو او د خوښۍ ځای دی نن د ميړنيو په لړ کې استاد بهاند زموږ د غوندې وياړ لري.))

صفت ځواک ژمنه وکړه چې د لوی افغانستان ولسي خوځښت به د هغو نومياليو ياد غونډې کوي چې د لوی افغانستان ولسونو لپاره د فکري مبارزې ترڅنګ هغوی ته په نورو برخو کې هم د بريا وياړونه راوړي دي.

1د غونډې يو بل تن ويناوال استاد نجيب منلی و. هغه د استاد بهاند پر ژباړې خبرې وکړې او زياته يې کړه:(( موږ ځيني ژباړونکي لرو چې يا له اصلي ژبې نه ژباړه نه کوي او که کوي يې هم دريم يا څلورم لاس يې ژباړي؛خو جګړه او سوله کتاب هغه ژباړه ده چې د اصلي ژبې نه ژباړل شوې او ليکوال پرې هم ښه زيار ويستلی دی چې زه ورته د يوه ښه ژباړونکي په توګه مبارکي ورکوم.))

د استاد منلي په خبره مړه خو هسې هم مړه دي بايد په ژونديو څلي جوړ نه کړو د هغوی له بې ځايه صفتونو را تېر شو او دهغوی پر فکري لارې قدم واخلو او دهغوی له خولې واورو او ترې زده کړو.

له هغه وروسته طاير ځلاند هم د استاد بهاند پر ادبي تخليقونو او ژباړې خبرې وکړې.

د ښاغلي ځلاند په عقيده د استاد بهاند ژباړې د نورو ليکوالو غوندې کټ مټ نه دي،چې ټکي په ټکي ژباړل شوي وي بلکې د بلې ژبې احساسات يې هم وړاندې کړي دي.

1د ده د خبرو په بنسټ هر څومره چې موږ يو معياري او تخليقي اثر وژباړو په هماغه کچه زموږ ژبه له معيار او تخليق سره وده کوي او د ذوق او شوق مينه وال به مو په زياتيدو شي.

نوموړی وايي هرهغه ليکوال او ژباړونکی چې د نړيوالو ادبياتو له تجربو تيريږي په هماغه کچه په بله ژبه کې د نوښتونو زياتوالی پيداکيږي چې دا خوبيانې د استاد بهاند په ژباړو کې تر ډېره ليدای کيږي.

له هغه وروسته په نوبت سره ډاکتر فيض محمد ځلاند،عطا الله خان حيران،نواز حقيقت،دادمحمد ناوک،حليم فدايي، ډاکتر بهيج او سید جیلاني جلان د استاد بهاند پر ادبي او سياسي ژوند خبرې وکړې او هغه يې د ځوان کهول لپاره د فکر لارښود وباله.

د غونډې په پای کې استاد لطيف بهاند د لوی افغانستان ولسي خوځښت له مسوولينو مننه وکړه چې دی يې د خپل ژوند په دوران ونازوه او دده د فکري لارې د تابيا نيولو هڅې کوي.

نوموړي له ځوانو ليکوالو وغوښتل چې د خپلې ژبې او د خپل هيواد د خدمت لپاره له هېڅ ډول قلمي مبارزې لاس پر سر نه شي او د انسانيت او مدنيت د فکري ودې لپاره تر خپله وسه کار وکړي.

استاد لطيف بهاند په کال ۱۳۳۴ ل ل کال کې د کابل په بريکوټ کې زيږيدلی د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې يې زده کړې کړې دي.له شلو نه زيات په پښتو،دري او روسي ژبو ادبي،سياسي او ټولنيز اثار يې ليکلي او ژباړلي دي.

استاد لطيف بهاند د هيواد په دننه او بحر کې په زياتو کليدي پوستونو دندې ترسره کړې دي چې اوس مهال د افغانستان په استازيتوب په اوکراين کې د مرستيال سفير په توګه په دنده بوخت دی.

د غونډې په پای کې د ناستو کسانو لخوا له استاد بهاند پوښتنې وشوې چې په وار سره ورته ځواب و ويل شو او په کونړونو کې د ملي ارمانونو ټولنې لخوا په ستاينليک هم ونازول شو.

فريد احمد تسکين ـ کابل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *